Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi
مخکښې لاړم نو زۀ به وسوزم، ځکه زۀ ايساريږم، تاسو تشريف يوسئ! ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د سوچ خبره ده۔ حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام سراسر نُور دے، هغوئي د نُور نه پيدا شوي دي، وړاندې چې چرته تلل دي، هلته هم د نُور جلوې دي خو هٰغه جلوې داسې دي چې د فرښتو سردار حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام د يوې ګوتې برابر هم د هٰغې جلوې طرف ته وړاندې ځي نو سوزي خو قربان شم! محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ روحاني طور نۀ بلکې د پاک وجود سره وړاندې ځي، د هٰغه نُور جلوې د هغوئي وجود مبارک خو غټه خبره ده، د هغوئي پۀ بدن مبارک د اغوستے شوو جامو يو تار ته هم نقصان نه رسوي۔ معلومه شوه چې جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام څوک چې رُوحُ القدُوس دے، څوک چې سراسر نُور دے، د هغوئي پۀ نُور کښې هٰغه لطافت نشته، کوم لطافت چې د محبوبِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وجود مبارک کښې موجود دے۔ چې دا د وجود د لطافت حالت دے نو سوچ وکړئ چې د رُوح مبارک د لطافت حالت به يـې څۀ وي۔۔۔؟
( 2 -3): د اوريدلو او ليدلو طاقت مُبارَک
د حديثِ پاک پۀ مشهورو کتابونو تِرمذي، اِبنِ ماجه او مسند امام احمد کښې روايت دے: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بے شکه زۀ هٰغه وينم، کوم چې تاسو نشئ ليدلے، زۀ هٰغه اورم، کوم چې تاسو نۀ اورئ۔ بے شکه اسمان وچغیدو او د هغه حق دے چې وچغيږی ځکه چې پۀ اسمان کښې د څلورو ګوتو برابر هم داسې ځائے نشته، چرته چې يوه فرښته تندے نه ږدي او د رَبِّ کريم پۀ حضور کښې