Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

ونيوله، الله پاک به هغۀ د دوزخ نه د څلويښتو کالو (د مزل برابر) لرې کړي۔ ([1]) د معجمِ کبير پۀ روايت کښې دي: چا چې يوه نفلي روژه ونيوله، د هغۀ د پاره به پۀ جنَّت کښې يوه ونه ناله کړے شي د کومې ميوه چې به د انار نه وړه او د مڼې نه غټه وي، هغه به د شاتو پۀ شان خوږه او د ښې ذائقې والا وي، الله پاک به د قيامت پۀ ورځ پۀ روژه نيوونکي د دې وَنې ميوه خوري۔ ([2])

د جشنِ وِلادت او د ميلاد د جلوس پۀ باره کښې مَدَني ګلونه

   اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! سبا دولسم شريف (يعنې د ربيعُ الاوَّل 12 تاريخ) دے۔ د خوږ نبي، رسولِ هاشمي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جشنِ ولادت ورځ ده، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم د خپل دور د تقاضو مطابق د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ولادت خوشحالي کړې ده، پۀ دې نعمت باندې يـې د الله پاک شُکر ادا کړے دے بلکې پخپله به هم زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل جشن ولادت جشن کولو بلکې رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو به پۀ کال کښي نۀ بلکې هره هفته يعنې د ګل شريف روژه نيوله او جشنِ ولادت به يـې کولو۔

مونږه به هم اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! ښه پۀ عقيدت سره جشنِ ولادت کوو۔ د جشنِ ولادت پۀ خوشحالۍ کښې به ښې، صفا سوترا جامې هم اغوندو، تياريږو به او د ميلاد پۀ جلوس کښې به شرکت هم کوو، د آقا د راتللو نعرې به هم وهو او  اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! دُنيا ته به


 

 



[1]... جمع الجوامع، جلد:7، صفحہ:190، حدیث:22251۔

[2]... معجم کبیر، جلد:8، صفحہ:71، حدیث:15323۔