Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

(4): د څَکلو طاقت مُبارَک

پۀ ابوداؤد شريف کښې حديثِ پاک دے۔ يو ځل يوې صحابيه رَضِىَ اللهُ عَـنْهَا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دعوت ورکړلو، هغوئي د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره د هغې کور ته تشريف يوړلو، خوراک حاضر کړے شو، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بِسمِ الله وکړه او نمړۍ يـې واخستله، هغوئي ته چې يـې وکتل نو صحابۀ کرامو هم خوراک ته لاس کړلو! نمړۍ يـې پۀ خُله کړې۔ خو ناڅاپه يـې نظر شو چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه يوه نمړۍ پۀ خُله مبارکه کښې اړَوي را اړَوي، تيروي يـې نۀ، لږ وخت پس يـې وفرمائيل: اَجِدُ لَحْمَ شَاۃٍ اُخِذَتْ بِغَیْرِ اِذْنِ اَہْلِہَا دا د هٰغه چيلۍ د غوښې خوند دے، کومه چې د مالک د اجازت نه بغير ذبح کړے شوې ده۔ دا يـې چې واوريدل نو صحابه کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم منع شول۔ دعوت کوونکې صحابيه يـې راوبلله۔ پوښتنه يـې وکړه: چيلۍ د چرته نه راغلې وه؟ عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما د چيلۍ اخستو د پاره څوک ليږلي وو خو چيلۍ ميلاؤ نه شوه، ما خو تاسو له دعوت درکړے وو، ځکه ما خپلې ګاؤنډۍ ته پيغام وليږلو چې قيمت واخله او خپله چيلۍ ما له راکړه! قِسمت مې داسې وو چې ګاؤنډي پۀ کور کښي نه وو، د هغۀ کور ودانې د هغۀ د اجازت نه بغير ما له چيلۍ راکړله۔ دا چيلۍ خو پۀ جائزه ذريعه اخستے شوې ده خو د دې اصلي مالک (يعنې د ګاؤنډۍ د خاوند) نه اجازت نه دے اخستے شوے۔ ([1])

  اللہ اَکْبَر! د څَکلو طاقت ته وګورئ! مونږ چې يوه نمړۍ خُلې ته کړو * هٰغه نمړۍ ګرمه ده که يخه، مونږ ته به پته ولګي * مزيداره ده که نه ده، مونږ به پوهه شو * مالګه کمه ده که زياته ده، د دې به هم مونږ ته پته ولګي * که څوک پوهه پخلي والا وي نو کيدے شي چې هغۀ پۀ دې هم پوه شي چې پۀ خوراک کښې څۀ څۀ شامل کړے شوي


 

 



[1]... ابو داود، کتاب البیوع، باب فی اجتناب الشبہات، صفحہ:536، حدیث:3332۔