Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

ستاسو مثال پۀ دې جهان کښي د مغز پۀ شان دے، او نور د پوستکي پۀ شان دي، باقي ټول بهر والا دي، تاسو کور والا يئ، تاسو د الله پاک د رازونو راز دار يئ، پۀ تاسو دې پۀ کروړونو درودونه وي۔

سُبْحٰنَ اللہ! څومره پۀ ساده الفاظو کښې يـې پۀ خبره باندې پوهه کړو، مطلب دا دے چې څوک حبيب وي، خاص پۀ تنهايئ کښي هم هغۀ د ځان سره ساتلے شي، بِلا تمثيل (يعنې صرف د پوهه کولو د پاره عرض کووم) الله پاک * د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام سره کلام وفرمائيلو، پۀ پرده کښې يـې وفرمائيلو * حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي راغله، د فرښتے پۀ ذريعه راغله * حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي راغله، د فرښتے پۀ ذريعه راغله * د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام سره يـې کلام وفرمائيلو، پۀ پرده کښې يـې وفرمائيلو * حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي راغله، د فرښتے پۀ ذريعه راغله، خو دا محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے چې الله پاک د معراج پۀ شپه خاص پۀ تنهايۍ کښې راوغوښتو او خپل ديدار يـې هم ورکړو، د پردے نه بغير د کلام شرف يـې هم ورعطا کړلو۔

طور پہ کہا ربّ نے لَنْ تَرَانِی اے موسیٰ!                                                                                                                              مگر میرے آقا کو عرش پہ بلایا ہے

 

هُم ستاسو د خبرو بيانولو د پاره راغلل

  د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ډير د اوچت شان والا نبي دے، الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې وفرمائيل، د هغوئي دا شان وو چې پيدائشي ړوند له چې به يـې لاس وروړلو نو د سترګو نُور(بينائي) به يـې ورعطا کولو * د برګي پۀ رنځ کښې اخته له چې به يـې لاس وروړلو نو حُسن او جمال به يـې ورعطا کړلو * د خاورې نه جوړې شوې