Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره عظيم شان دے۔۔۔!! حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک نبي دے، پۀ اُولُو العَزم رسولانو کښې دے، يعنې هٰغه 5 انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام کوم چې د باقي ټولو نبيانو نه افضل دي، پۀ هغوئي کښې يو حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هم دے * الله پاک هغوئي کَلِيمُ الله جوړ کړل * خپل پاک کلام يـې هغوئي ته واورولو * پۀ کوهِ طُور باندې جلوه ګر شو او د هغوئي مرتبه يـې نوره هم اوچته کړله * د دومره اوچت شان والا نبي دے * الله پاک ته به څومره نزدې وي * څومره د اوچت شان والا به وي * د هغوئي د عزّت او مرتبے خو مونږ هډو سوچ هم نشو کولے * د دومره اوچت شان والا نبي حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته ارشاد کيږي: اے موسیٰ! که نُور رانزدې کيدل غواړې نو زما پۀ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې دُرُود لولئ، د قُرب پۀ منزلونو کښي به  نوره نوره  ترقئ کوئ۔

خُدا نے اِس قدر اُونچا کیا پایہ مُحَمَّد کا                                                                                                                                                      نہ پہچانا کسی نے آج تک رُتبہ مُحَمَّد کا

سیہ کاروں کی کیا گنتی کہ دَرگاہِ اِلٰہی میں                                                                                                                                                        وسیلہ ڈھونڈتے ہیں حضرت موسیٰ مُحَمَّد کا

 

وضاحت: د الله پاک پۀ نزد د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مقام او مرتبه دومره اوچته ده چې څوک هم هغه نشي حاصلولے، الله! الله! مونږ څوک يو، د الله پاک د قُرب حاصلولو د پاره خو مونږه هم د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وسيله وړاندې کوو۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه اندازه ولګوئ چې مونږه خو ګنهګاران يو، خطا کاران يو، شپه ورځ پۀ ګناهونو کښې ډوب يو، پۀ مونږ باندې څومره لازم دي چې مونږ دُرُود ولولو، پۀ کثرت سره يـې ولولو، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت باندې به * ګناهونه صفا شي * زړونه به روښانه شي * اخلاق او کردار او عادتونه به ښه شي * که الله پاک وغوښتل نو ضرور به د الله پاک قُرب هم نصيب شي * دُنيا به هم ښه