Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

سجده نه کوي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وړومبے خو د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نظر کمال ته وګورئ! زمکه خو زمکه ده، اسمان د زمکې نه څو چنده غټ دے او سرکار عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زمکې نه د اسمان مشاهده کوي او وګورئ! څومره ژوره مشاهده کوي چې پۀ اسمان کښې د څلورو ګوتو برابر حصه هم داسې نشته کومه چې د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نۀ پناه وي، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زمکې نه ويني چې پۀ اسمان کښي د څلورو ګوتو برابر هم داسې خالي ځائے نشته چرته چې يوه فرښته تندے نه ږدي او د رَبِّ کريم پۀ حضور کښې سجده نه کوي۔

بيا د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوريدو کمال ته هم وګورئ! اسمان د دې ځائے نه پۀ زرګونو کلوميټره لرې دے، زمونږ پۀ شان عام انسانان خو پۀ بله کمره کښي د ناستو خلقو اواز هم نه اوري او د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غوږونه مبارک داسې دي چې پۀ زمکه کښې پۀ زرګونو کلوميټره لرې د اسمان د چغيدو اواز هم اوري۔

دُور و نزدیک کے سننے والے وہ کان                                                                                                                                                کانِ لعلِ کرامت پہ لاکھوں سلام([2])

وضاحت: د خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غوږونو مبارکو دا معجزه ده چې د لرې او نزدې نه يو شان اوري، داسې مبارک غوږونه کوم چې د عزت او د عظمت د لعلونو سر چينه ده، پۀ هٰغه مبارکو غوږونو باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي۔


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الزہد، باب فی قول النبی: لوتعلمون ما اعلم، صفحہ :554،حدیث:2312۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ :300۔