Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

د زمکې نه څومره بد بوئي راځي۔ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: چې کله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا وفرمائيل نو د خپل څادر مبارک پلو يـې پۀ پوزه مبارکه باندې داسې کيښودلو، لکه چې پۀ رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغې بوئي ورتللو۔ ([1])

الله! الله! دا دے د بوئي کولو طاقت۔۔۔!! مونږ ته معلومه ده خوشبوئي وي که بد بوئي، د دې پۀ باره کښې صرف د سوچ کولو سره څۀ اثر نه پريوځي، د مثال پۀ طور تاسو چې کومه خوشبوئي استعمالوئ، تاسو چې د هٰغې خوشبوئي شيشه پۀ لاس کښي نه راخلئ، پۀ جامو باندې يـې نه لګوئ، صرف ناست يئ او د خوشبوئي نوم اخلئ نو آيا پۀ تاسو باندې به خوشبوئي درشي؟ آيا جامې به مو معطره شي؟ آيا پوزې او د بوئي کولو آلاتو ته به سکون ميلاو شي؟ نۀ۔۔۔!! داسې نه کيږي۔ تاسو ته به خوشبوئي راخلئ ، لګوئ به يي، بيا به خوشبوئي درځي بلکې زمونږه خو حال دا دے چې که خوشبوئي ولګوو نو هم لږ ساعت پس نه محسوسيږي، قربان شم د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بوئي کولو د د طاقت مبارک نه۔۔۔!! يو غير مسلمه لا مړ نه دے، د هغۀ رُوح لا قبض کړے شوے نه دے، د هغۀ نه لا بد بوئي نه ده خوره شوې، صرف رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته وه وئيل چې کله د غير مسلمه رُوح ووځي نو د هغې نه بد بوئي خوريږي، صرف پۀ خُله مبارکه باندې يـې لا دا وئيلي وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته هٰغه بد بوئي محسوسيدل شروع شول او هغوئي پۀ خپله پوزه مبارکه باندې کپړه کيښودله۔

دا دے د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د بوئي کولو طاقت۔۔۔!! پۀ قرآنِ کريم کښې ذِکر دي، د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام قميص مبارک د مِصر نه وړلے شو، حضرت يعقوب عَلَیْهِ السَّلَام پۀ کَنعان کښې ناست وو، پۀ ميلونو لرې نه يـې خوشبوئي محسوس کړې وه، دا هم ډيره د


 

 



[1]...  مسلم، کتاب الجنۃ و صفۃ...الخ، باب عرض مقعد المیت...الخ، صفحہ:1100، حدیث:2872۔