Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

Book Name:Saaray Oonchon Se Ooncha Hamara Nabi

جوړيدو او د ايمان د حفاظت د ذهن موندلو د پاره د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول ته راشئ او د دعوتِ اِسلامي پۀ ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ!اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدو ذهن به مو جوړ شي۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د هر خالي پۀ ورځ د ماسخوتن د نـمونځ نه پس پۀ مَدَني چينل نيغ پۀ نيغه (Live) مَدَني مذاکره کوي، پۀ زرګونو عاشقانِ رسول پۀ خپل UC، ټاؤن، ښارونو کښې اجتماعي طور د مَدَني مذاکرے کتلو اهتمام کوي او د مَدَني چينل، سوشل ميډيا (مثلاً يوټيوب، فيس بُک وغيره) پۀ ذريعه خو معلومه نه ده چې د دُنيا پۀ کوم کوم ځائے کښې مَدَني مذاکره کتلے کيږي، تاسو هم پۀ مَدَني مذاکره کښې پۀ پابندۍ سره شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! عِلمِ دِين به زده کړئ او د دِين او د دُنيا بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔

پۀ اوسني دور کښې د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د سُنَّتو زده کولو او د دِين پيغام عام کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول سره پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کول هم ډير فائده مند دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دريو ورځو، دولسو ورځو، يوې مياشتې او د دولسو مياشتو مَدَني قافلې وخت پۀ وخت سفر کوي۔ تاسو هم د مَدَني قافلو مسافر جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! اخلاق به مو ښه کيږي، د نيکو رجحان به مو زياتيږي، د عشقِ رسول دولت به مو نصيب کيږي او پۀ ژوند کښې به مو مَدَني انقلاب راځي۔ راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو: