Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

نبيان به پۀ خپل خپل منبر باندې تشريف فرما شي خو زما منبر به خالي وي، زۀ به پۀ دې باندې نه کښينم، زما سره به ويره وي چې هسې نه زۀ جنَّت ته وليږلے شم  او زما اُمَّت يواځې پاتې شي۔ زۀ به عرض وکړم: : یَارَبِّ! اُمَّتِیْ، اُمَّتِیْ! اے رَبِّ رحمان! زما اُمَّت، زما اُمَّت۔ ارشاد به وشي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو څۀ مرضي ده؟ زۀ به عرض وکړم: کريم مالکه! د دوئي حساب زر وکړې۔ بس زۀ به شفاعت کووم، شفاعت کووم، تر دې چې څوک دوزخ ته رسيدلي وي، د هغوئي د خوشي کولو چيټۍ به هم ميلاؤ شي، زۀ به هغوئي د دوزخ نه راوباسم، تر دې چې پۀ دوزخ باندې مقرره فرښته حضرت مالِک       (عَلَیْهِ السَّلَام) به عرض وکړي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو پۀ خپل اُمَّت کښې صرف پۀ نوم هم د رَبّ غضب پرې نه ښودلو ([1]) (يعنې ټول مو د دوزخ د وور نه راويستلي دي) ۔

تمہارا نام مصیبت میں جب لیا ہو گا                                                             ہمارا بِگڑا ہوا کام بن گیا ہو گا

گناہگار پہ جب لُطْف آپ کا ہو گا                                                                   کیا بغیر کیا، بے کیا، کیا، ہو گا

دِکھائی جائے گی محشر میں شانِ محبوبی                                                        کہ آپ ہی کی خوشی آپ کا کہا ہو گا

خُدائے پاک کی چاہیں گے اگلے پچھلے خوشی                          خدائے پاک خوشی اُن کی چاہتا ہو گا([2])

د قيامت پۀ ورځ باندې به محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپل ګنهګار اُمَّت باندې څنګه کرم فرمائي، د اُمَّت سره به څنګه د محبت ځانګړے اظهار وي۔۔۔!! هغوئي د جنَّت مالک دے، که غواړي نو د ټولو نه مخکښې به جنَّت ته تشريف يوسي بلکې د


 

 



[1]... معجم اوسط، جلد:2، صفحہ:178، حدیث:2937 ملخصاً۔

[2]... ذوقِ نعت، صفحہ:51 ملتقطاً۔