Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

اَنَا ‌فَاعِلٌ آؤ! کووم به۔ عرض مـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! * بيا به د قيامت پۀ ورځ تاسو پۀ کوم ځائے کښي لټووم؟ اوئې فرمائيل: د پل صراط خوا له راشه * عرض يـې وکړو: که هلته نه وئ نو بيا مو چرته لټووم؟ اوئې فرمائيل: بيا د ميزان خوا له راشه۔ * عرض يـې وکړو: که هلته هم نه وئ نو بيا؟ اوئې فرمائيل: بيا حوضِ کوثَر له راشه۔ ([1])

   لکه چې فرمائي: اے اَنس! خلقو ته به زما د ټولو نه زيات ضرورت پۀ دې دريو ځايونو کښې وي۔ زۀ به د پل صراط سره نزدې رَبّ سَلِّم وايم، د خپل اُمَّت د پاره به پۀ سلامتۍ سره د تيريدلو دعاګانې کووم۔

رضاؔ پل سے اب وجد کرتے گزریے                                                          کہ ہے رَبِّ سَلِّمْ صَدائے مُحَمَّد([2])

بيا به پۀ ميزان باندې خلقو ته زما ضرورت وي * اعمال به تللے کيږي * د چا به د ګناهونو چابړے درنيږي * د چا سره به يوه نيکي کمه وي * د چا سره به پۀ زرګونو نيکۍ کمې وي * څوک به د سر نه تر ښپو پورې ګنهګار وي * پۀ داسې موقعو باندې به د خپلو غلامانو د نيکو تلې درنووم۔

جن کو اپنا نہیں غم ہمارے لیے                                                                             دوڑے جھپٹے وہ پاؤں اُٹھا کر چلے

ابھی میزان پر تھے ابھی پُل پہ ہیں                                                                         پَل میں گرتے بچائے بچا کر چلے([3])

دريمه موقع حوضِ کوثَر دے، زما غلامان به د قيامت پۀ ورځ باندې د تندې نه بے حاله


 

 



[1]... ترمذی، ابواب صفۃ القیامہ...الخ، باب ما جاء فی شان الصراط، صفحہ:578، حدیث:2433۔

[2]... حدائقِ بخشش، صفحہ:66۔

[3]... سامانِ بخشش، صفحہ:183۔