Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

شفاعت د حقدار جوړيدونکو کارونو د جذبې موندلو، د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ، د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي۔ د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دَرس هم دے۔

پۀ جومات کښې عِلمِ دِين ښودل د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي: * زمونږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به عِلمِ دِين ښودلو او * صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان به زده کولو ([1]) * د لويو لويو اوليائے کرامو او  د اُمّت د علمائے کرامو هم دغه معمول وو۔  

* اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې نيک کار کولو سعادت حاصلوي * پۀ خپلو خپلو کورونو کښې، پۀ جوماتونو کښې، پۀ بازارونو او چوکونو وغيره کښې درس ورکوي او ثوابونه ګټي * تاسو هم پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درنصيب کيږي * پۀ نيک صحبت کښې به پاتې کيدل درنصيب کيږي * که د کور نه پۀ درس کښې د شرکت کولو پۀ نيت سره ځئ نو د عِلمِ دِين پۀ لاره کښې د تللو ثواب به درته ميلاويږي * اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مخلوقات تر دې پورې چې پۀ درياب کښې مهيان [کبان] به هم [ستاسو د پاره] دعاګانې کوي او څۀ پته چې د درس کومه خبره زمونږ پۀ زړۀ باندې اثر وکړي او پۀ ژوند کښې مو انقلاب راولي۔


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح، جلد:3، صفحہ:239۔