Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت       دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رساله د اميرِ اهلِسُنَّت نه د محبتِ رسول پۀ باره کښې 14 سوالونه او جوابونه اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: يو بنده مؤمِن نشي کيدے تر څو پورې چې زۀ هغۀ ته د هغۀ د ځان نه زيات، زما اولاد د هغۀ د اولاد نه زيات، د هغوئي ځانونه د هغۀ د خپل ذات نه زيات او زما کور والا هغۀ ته د خپل کور والؤ نه زيات محبوب نشي۔ ([1]) پۀ زړونو کښې د اهلِ بيتو او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شهزادګانو او شهزادګو عقيدت او محبت پيدا کولو د پاره مکـتبة الـمدينه يو ډير ښکلے کتاب پۀ نوم د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کے شہزادے اور شہزادیاں چاپ کړے دے خپل زړونه د اهلِ بيتو د محبت نه د ډکولو د پاره هم نن دا


 

 



[1]... شعب الایمان، باب فی حب النبی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَ سَلَّم ، جلد:2، صفحہ:189، حدیث:1505 ۔