Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

او صحبت اختيار کړئ ځکه چې هغۀ ته حِکمت ورکولے شي۔ ([1])  

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! * پۀ مُسکا او فراخه تندي سره خبرې کوئ  * د مسلمانانو د زړۀ ګټلو پۀ نيت سره د وَړو سره د شفقت نه ډکې او د لويو سره د ادب والا لهجه ساتئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ثواب به هم ميلاويږي او لوئے او واړه ټول به ستاسو عزت کوي  * پۀ زوره زوره خبرې کول سُنَّت نه دي  * د ښو ښو نيتونو سره د ماشومانو سره هم تاسو د جناب والا د خبرو کولو عادت جوړ کړئ، ستاسو اخلاق به هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ښه وي او ماشومان به هم اداب زده کوي  * د خبرو کولو پۀ وخت د پردې ځائے له لاس وروړل،  د ګوتو پۀ ذريعه د بدن نه خيرے لرې کول، د نورو پۀ مخکښې بيا بيا پوزې له ګوتې وروړل يا پۀ پوزه يا غوږ کښې ګوتې وهل، لاړې توکل ښه خبره نه ده، د دې نه نورو له کرکه ورځي  * تر څو پورې چې بل کَس خبرې کوي، پۀ اطمينان سره يـې اورئ، د هغۀ د خبرې کټ کولو سره خپله خبره شروع کول سُنَّت نه دي  * د خبرو کولو پۀ وخت بلکې پۀ هر حالت کښې پۀ ټق ټق مۀ خاندئ ځکه چې د مدينے سرکار، زمونږ د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم پۀ ټق ټق نه دي خندلي  * د بد زبانۍ او بے حيايۍ د خبرو نه هر وخت پرهيز کوئ، د کنځلو نه ځان ساتئ او ياد ساتئ چې يو مسلمان ته بغير د شرعي اجازت نه کنځلې کول قطعي حرام دي او د بے حيايۍ پۀ خبرو کوونکي جنَّت حرام دے۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے                صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ هٰغه کَس جنَّت حرام دے څوک چې د فحش خبرو نه کار


 

 



[1]... اِبْنِ ماجہ، کتاب الزہد، صفحہ:667، حدیث:4101۔