Book Name:Shafaat e Mustafa
محمد بن حَنفِيَّه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حديث بيان کړو، هغوئي د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه حديث مبارک واوريدو چې رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: زۀ به د قيامت پۀ ورځ شفاعت کووم، شفاعت به کووم، تر دې پورې چې زما رَبّ به ما ته وفرمائي: اَرَضِیْتَ یَا مُحَمَّدُ! يعنې اے خوږه محبوبه! آيا تۀ راضي شوې؟ زۀ به عرض وکړم: رَبِّ !رَضِیْتُ اے زما پاکه رَبَّ! زۀ راضي شوم۔ ([1])
حضرت حَرب بن سُرَيج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: امام محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديث شريف بيانولو نه پس وفرمائيل: اے د عراق والؤ! تاسو څۀ ګڼئ چې پۀ قرآنِ کريم کښې د ټولو نه زيات اُميد ورکوونکے آيت دا دے؟
لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِؕ- (پارہ:24، سورۂ زُمَر:53)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله د رحمت نه مۀ نا امیدہ کيږئ،
ما عرض وکړو: آؤ جي! زما پۀ خيال هم دا آيت د ټولو نه زيات اُميد ورکوونکے دے (پۀ دې کښې الله پاک ټولو ګنهګارانو ته فرمائيلي دي چې د الله پاک د رحمت نه مۀ مايوسه کيږئ! بے شکه الله پاک د ټولو ګناهونه بخښي)۔ امام محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: خو زمونږه د ټولو اهلِ بيتِ پاک شريکه فيصله ده چې پۀ قرآنِ کريم کښې د ټولو نه زيات اُمِيد ورکوونکے آيت دا دے: ([2])
وَ لَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰىؕ(۵) (پارہ:30،سورۂ وَ الضُّحیٰ:5)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه نزدې ده چې ستا رَب به تا ته دومره درکړي چې تۀ به راضي شې۔