Book Name:Shafaat e Mustafa
پۀ دې کښې الله پاک د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره وعده فرمائيلې ده چې الله پاک به خپل محبوب ته دومره عطا کوي چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به راضي شي او د رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: تر څو پورې چې زما يو اُمَّتي هم پۀ دوزخ کښې وي، زۀ به نۀ راضي کيږم۔ ([1])
پیشِ حق مژدہ شَفاعت کا سُناتے جائیں گے آپ روتے جائیں گے، ہم کو ہنساتے جائیں گے
ہاں چلو حسرت زدو سُنتے ہیں وہ دِن آج ہے تھی خبر جس کی کہ وہ جلوہ دکھاتے جائیں گے
آج عیدِ عاشقاں ہے گر خُدا چاہے کہ وہ ابروئے پیوستہ کا عالَم دِکھاتے جائیں گے
کچھ خبر بھی ہے فقیرو آج وہ دِن ہے کہ وہ نعمتِ خُلد اپنے صدقے میں لُٹاتے جائیں گے
وسعتیں دِی ہیں خُدا نے دامنِ محبوب کو جُرْم کھلتے جائیں گے اور وہ چھپاتے جائیں گے([2])
وضاحت: د قيامت پۀ ورځ به خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت زيري ورکوي، هغوئي به د اُمَّت پۀ غم کښې ژاړي او مونږه به خندوي * اے ارمان کوونکو! راځئ۔۔۔!! راځئ۔۔۔!! د حشر د ميدان طرف ته راځئ! دا هُم هٰغه ورځ ده چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به جلوه ګر کيږي * آؤ! آؤ! نن يعنې د قيامت ورځ د عاشقانو اختر دے، پۀ دې ورځ باندې به محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپلو وريځو اشارې کوي او مونږه به بخښي * اے فقيرانو! څۀ معلومه درته هم ده، نن يعنې د