Mein Nisaar Tere Kalam Par

Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par

حضرت ضِمَاد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ طبيب (يعنې ډاکټر) وو او د هٰغه وخت د طور طريقو مطابق به يـې دَم وغيره هم کولو۔ هغوئي پۀ يمن کښې اوسيدلو، هلته به يـې د خلقو عِلاج کولو۔ د هغوئي د اِسلام راوړلو واقعه ډيره خوندوره ده۔ راځئ چې يي واورو:

پۀ مُسلِم شريف کښې د حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائي: جنابِ ضِمَاد (څوک چې هٰغه وخت لا مسلمان نه وو) او پۀ مَنتَر وغيره کولو به يـې پيريان پاڅول، يو ځل هغوئي مکې مُکرمې ته راغلل۔ دلته غير مسلمو مشهوره کړې وه چې حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (مَعَاذَ الله!) مَجنُون شوے دے۔ جنابِ ضِمَاد چې دا واوريدل نو اوئې وئيل: زۀ هغوئي ګورم، کيدے شي چې زما پۀ مَنتَر د هغوئي شِفا نصيب شي۔ نو جنابِ ضِمَاد پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر شو۔

سُبْحٰنَ اللہ! د دې پاکې بارګاه څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! مولانا حَسَن رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

اُن کے جلووں میں ہیں وہ دلچسپیاں                                                          جو وہاں پہنچا، وہیں کا ہو گیا([1])

خير! جنابِ ضِمَاد د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې عرض وکړو: ما ته د پيريانو پاڅولو منتر معلوم دے، الله پاک زما پۀ لاس کښې شفا هم کيښودې ده، آيا تاسو دَم کړم۔۔۔؟

اَللہُ اَکْبَر! څوک چې د جهانونو بلکې پخپله د پيرانو هم نبي دے، د هغوئي به د پيريانو نه څۀ خطره وي۔۔۔!! پۀ اَصل کښې د دَم ضرورت خو جنابِ ضِمَاد ته وو۔ نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغوئي دَم کړل۔ څنګه يـې دَم کړو؟ واورئ! د روايت الفاظ دي: رسولِ


 

 



[1]... ذوقِ نعت، صفحہ:34۔