Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د جنابِ ضِمَاد خبره واوريدله نو اوئې فرمائيل:
اِنَّ الْحَمْدَ لِلهِ، نَحْمَدُهُ وَنَسْتَعِينُهُ، مَنْ يَهْدِهِ اللهُ فَلَا مُضِلَّ لَهُ، وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَا هَادِيَ لَهُ، وَاَشْهَدُ اَنْ لَا اِلٰهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَاَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ
ترجمه: بے شکه ټول تعريفونه الله پاک لره دي، مونږ د هغۀ حمد کوو، د هغۀ نه مدد غواړو، چا ته چې الله پاک هدايت اوکړي، هغۀ څوک هم نشي ګمراه کولے او څوک چې د هغۀ د دربار نه رټلے شوے وي، هغۀ ته څوک هم هدايت نشي کولے او زۀ ګواهي ورکووم چې د الله پاک نه علاوه هيڅ څوک د عبادت لائق نشته، هغۀ يواځې دے، د هغۀ هيڅ شريک نشته او بے شکه مُحَمَّد د الله پاک بنده او رسول دے۔
د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې يو څو مبارکو جملو پۀ جنابِ ضِمَاد باندې اثر وکړو، اوئې وئيل: اے مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دا (ښکلي ښکلي) کلمات بيا ووايئ! نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپله مبارکه خُله باندې دا کلمات بيا ارشاد کړل، جنابِ ضِمَاد وه وئيل: يو ځل يـې بيا ووايئ! نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دريم ځل هم دا کلمات ارشاد کړل۔ بيا خو د جنابِ ضِمَاد سينه روښانه شوې وه، اوئې وئيل: * ما د کوډ ګرو کلام هم اوريدلے دے * د جادوګرو خبرې مې هم اوريدلې دي * د شاعرانو شعرونه مې هم اوريدلي دي خو تر ننه پورې مې داسې کلام نه دے اوريدلے، د دې مبارکو کلماتو ژور والے خو د سمندر پۀ شان دے۔ دا يـې چې وه وئيل نو جنابِ ضِمَاد لاس راوړاندې کړو او اوئې وئيل: ہَاتِ یَدَکَ اُبَایِعُکَ عَلَی الْاِسْلَام اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! لاس