Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
يو کَس ناست دے، د هغۀ پۀ لاس کښي نيزه ده، هغۀ د نيزې سوکه زما پۀ خوا کښې کيښودله او اوئې وئيل: فوراً پاڅه او د حسن بن سفيان او د هغۀ د ملګرو مدد وکړه! هغوئي د عِلمِ دِين د لارې مسافر دي، د دريو ورځو او دريو شپو نه نهر دي، ستا د ښار پۀ فلانکي جومات کښې قيام کوي۔ حاکِم وائي: ما پۀ اَس سور د هٰغه کَس نه پوښتنه وکړه: تاسو څوک يئ؟ اوئې وئيل: زۀ د الله پاک يوه فرښته يم او تا د عِلمِ دِين د طالبِ علمانو د دې حالت نه د خبرولو د پاره راغلے يم، اوس مۀ ناوخته کوه! فوراً د هغوئي د خدمت کولو انتظام وکړه! د دومره وئيلو نه پس هٰغه پۀ اَس سور کَس زما د نظر نه پناه شو۔ ([1])
حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه (څوک چې د امامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خاص شاګرد او د فقه حنفي پۀامامانوکښي دے) د عِلمِ والؤ سره به يـې په خاص طور نيکي کوله، هغوئي ته عرض وکړے شو: تاسو د ټولو خلقو سره داسې معامله ولې نۀ کوئ؟ اوئې فرمائيل: زۀ د انبياؤ (او د صحابۀ کرامو نه) پس د علمائے کرامو نه علاوه د چا مقام اوچت نۀ ګڼم، که د يو عالِم پام هم د خپلو حاجتونو پۀ وجه بدل شي نو هغۀ به په صحيح طور د دِين خدمت ونکړے شي او دِيني معاملو ته به صحيح پام ونکړے شي۔ ځکه هغوئي د عِلمي خدمت د پاره فارغ ساتل افضل دي۔
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي: