Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
پۀ يوه مبارکه جمله کښې يـې دري واړه خبري حل کړي ، (1): اوئې فرمائيل: اے د سُبګتګِين زويه! د دې نه سلطان ته پته ولګيده چې زۀ واقعي چې د سَبُکتِګين زوي يم۔ (2): بيا يـې وفرمائيل: تا زما د وارث خِدمت وکړو۔ د دې نه سلطان ته د رښتينې عقيدو والا عاشقان رسول علماؤ پته ولګيده ۔ (3): بيا يـې وفرمائيل: الله پاک تۀ اوبخښلې د دي نه هغۀ ته معلومه شوه چي هغه بخښلے شوے دے ۔
اُمّت کے حال سے وہ آگاہ ہر گھڑی ہیں خوابوں میں آ رہے ہیں، بگڑی بنا رہے ہیں
سُبْحٰنَ اللہ! چې کوم خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړي او هم داسې بے مثاله کلام فرمائي، بيا به د هغوئي د کلامِ ذيشان څۀ شان وي۔۔۔!! اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
میں نثار تیرے کلام پر ملی یُوں تو کس کو زباں نہیں
وہ سخن ہے جس میں سخن نہ ہو، وہ بیاں ہیں جس کا بیاں نہیں
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د دِين مالي خدمت کوو۔ څۀ پته لګي چې پۀ مونږ باندې هم کَرم وشي! او که پۀ دُنيا کښې داسې اونشي نو اخرت خو راتلونکے دے، قبر ته خو هُم کوزيدل دي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ قبر او اخرت کښې به د دې اجر او ثواب نصيب شي۔
د وخت حاکِم د عِلمِ دِين د طالبِ علمانو نه بخښنه وغوښتله
حضرت ابو الحسن فَقِيه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مونږ به د مشهور مُحَدِّث حضرت حسن بن سفيان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر وو، يو ځل هغوئي وفرمائيل: کله چې زما د عِلمِ دِين زده کولو سره شوق شو نو هٰغه وخت زۀ ځلمے ووم، يو څو ملګري پۀ شريکه د عِلمِ دِين زده کولو د پاره د مِصر طرف ته روان شو، مونږه استاذ لټولو، د ډير لټون نه پس