Book Name:Ibadat Aur Istianat
پۀ زمکه باندې خوره کړه او پۀ هغې کښې لوغړيدو، پۀ ژړا ژړا يـې سجده وکړه او عرض يـې وکړو: اے زما خالق او مالِکه! ما ته معلومه ده چې هُم تۀ د زمکې او اسمانونو مالِک يـې خو پۀ ما باندې بدبختي غالبه شوه، زۀ ستا پۀ نافرمانۍ او سرکشۍ کښې د حده تير شوم، اے مالِکه! ما زما پۀ قوم کښې مۀ رُسوا کوې، بے شکه تۀ ډير کرم کوونکے يـې.
فرعون بدبخته چې کله د رَبِّ رحمان او رحيم پۀ حضور کښې د خپلې عاجزۍ او محتاجۍ اظهار وکړو نو د کرم درياب پۀ موجونو شو او الله پاک دريائے نيل ته د جاري کيدلو حکم وکړو. ([1])
غور وکړئ چې د فرعون پۀ شان سرکشه کافِر اګر چې د خپل دنيائي د دروغو عزت بچ کولو د پاره کله د الله پاک پۀ حضور کښې د خپلې محتاجۍ او بے وسۍ اظهار وکړو نو الله پاک داسې کرم وفرمائيلو، نو اَلْحَمْدُ لِلّٰه مونږ خو مسلمانان يو، د هٰغه رَبُّ العٰلَمِين پۀ حضور کښې سجده کوونکي، د هغۀ د کريم محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه لوستونکي يو، مونږه چې کله د خپلو محتاجو اقرار وکړو، خپله بے وسي پۀ خيال کښې راولو او د زړۀ د کومي نه اومنو چې مولیٰ! زۀ محتاج يم، ستا بنده يم، زما هيڅ طاقت نشته، هيڅ قوت نه لرم، نو بيا به پۀ مونږ باندې څنګه څنګه کرم کيږي.
دا هم هٰغه حقيقت دے د کوم پۀ اظهار کولو چې بنده وائي:
وَ اِیَّاکَ نَسۡتَعِیۡنُ ؕ(۴)
* يعنې مولیٰ! زما سره لاسونه خو شته، هم تا راعطا کړي دي خو چې ستا مدد وشي نو بيا به زۀ لاس وهلے شم * مولیٰ! زما ښپې شته، هم تا راکړې دي خو زۀ پۀ دې نشم ګرځيدے، چې ستا مدد وشي نو پرې ګرځم به * مولیٰ! زما سره عقل هم شته * پۀ زړۀ