Ibadat Aur Istianat

Book Name:Ibadat Aur Istianat

ځکه مونږ له پکار دي چې پۀ کثرت سره د الله پاک عبادت وکړو. علمائے کرام فرمائي: عبادت يو امانت دے او د کرم والؤ دستور دے چې کله امانت ادا کړے شي نو کرم فرمائي. که مونږه عبادت وکړو نو د الله پاک بے شميره عطاګانې به مو نصيب شي. يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما د عرب شريف يو کلي وال وليدو، هغۀ د جومات دروازے ته راغلو، د خپلې اوښې نه کوز شو، اوښه يـې هلته پريښودله او جومات ته لاړو او نـمونځ يـې شروع کړو، هغۀ ډير پۀ سکون سره، پۀ قلاره قلاره پۀ ښکلي انداز کښې نـمونځ ادا کړو، زۀ حيران شوم (چې څنګه بنده دے، ده سره د خپلې اوښې هډو فِکر نشته، ډير پۀ سکون نـمونځ کوي). خير! هغۀ نـمونځ وکړو، بهر راغلو نو څۀ ګوري چې اوښه يـې نشته. نو هغۀ د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: مولیٰ! ما په نـمونځ کولو ستا امانت ادا کړو، زما اوښه ستا پۀ امان کښې وه، ما ته يـې راواپس کړې، هغۀ لا دا دُعا کړې وه چې يو کَس د هغۀ پۀ اوښه باندې ناست وو او هلته راغلو، د هغۀ لاس کټ شوے وو، هغۀ اوښه هٰغه اعرابي [يعنې کلي وال کَس] ته واپس کړه او لاړو. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې عبادت يو امانت دے، چې مونږه دا امانت ادا کړو نو الله پاک به پۀ مونږ باندې کرم وکړي. خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِحْفَظِ اللہَ فِی الْخَلَوَاتِ یَحْفَظْکَ فِی الْفَلَوَاتِ يعنې تۀ پۀ خلوت [يعنې پۀ ځانله ځائے] کښې د الله پاک (د احکامو) حفاظت کوه! الله پاک به پۀ بيابانونو [شړو] کښې ستا حفاظت وکړي. ([2])

عمل کا ہو جذبہ عطا یاالٰہی!                                                                                                گُناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!


 

 



[1]... تفسیر کبیر ،پارہ :1، سورۂ فاتحہ ، زیر آیت :4، جلد :1، صفحہ:213۔

[2]... تفسیر کبیر ،پارہ :1 سورۂ فاتحہ ، زیر آیت :4، جلد :1، صفحہ:213۔