Book Name:Ibadat Aur Istianat
هيڅ باک نشته خو مسئله دا ده چې داسې علوم حاصلوونکي عام طور هم د دغه دُنيائي علومو شي [يعنې ديني علومو ته توجُّه نه ورکوي]، داسې نۀ دي کول پکار. مثلاً څوک چې د فلکيات عِلم حاصلوي، چې هغه کله د سپوږمۍ، نمر، ستورو وغيره پۀ باره کښې سائنسي تحقيقات حاصل کړي نو د الله پاک پۀ قدرتونو باندې دې غور وکړي، ډاکټر چې کله د انسان د وجود عجائبات وه ويني، چې د انسان وجود څنګه کار کوي، پۀ دې باره کښې چې تحقيقات لولي نو د الله پاک پۀ کاريګرۍ دې غور کوي، پۀ دې باندې دې پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت زياتوي او سر دې پۀ سجده کښې ږدي او وائي دې: سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْاَعْلٰی پاک دے زما اوچت او اعلیٰ رَبّ. هغۀ څومره د عظيم قدرتونو والا دے، د مچ نه واخله تر هاتي پورې، د زمکې نه تر اسمان پورې هر يو څيز يـې څومره پۀ کاريګرۍ سره جوړ کړے دے، اوس هُم د هر څيز پالنه کوي، اے مالِک او مولیٰ! تۀ حقيقي رَبّ يـې، هُم تۀ رښتونے خدائے يـې، هُم تۀ مالِک يـې او هم تۀ د عبادت لائق يـې، زۀ د خاورو نه جوړ شوے يو معمولي انسان ستا پۀ حضور کښي سجده کووم، هُم ستا عبادت کووم، هم ستا نه مدد غواړم. غرض دا چې انسان دې د الله پاک پۀ قدرتونو او مخلوقاتو باندې غور کوي او د دې پۀ ذريعه دې پۀ زړۀ کښې د الله پاک محبت هم زياتوي، بيا دې د دې پۀ تقاضو باندې عمل کوي او د الله کريم عبادت ګزار دې هم جوړيږي. ډير خلق د سائنس وغيره پۀ ذريعه پۀ مخلوقاتو باندې غور کوي خو دغه غور او فِکر هغوئي د دِين نه لرې کوي، د دې نه بچ کيدل پکار دي، د قدرت کرشمو ته دې ګوري او پۀ زړۀ کښې دې د الله پاک د محبت زياتولو کوشش کوي، نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ايمان به يـې مضبوطيږي.
هُم داسې زمونږه پۀ زړونو کښې بعضې وخت ښه کيفيتونه پيدا کيږي، د توبې خيال پکښې راشي، د نيکۍ خيال راشي، د الله پاک د رحمتونو خيال راشي، د داسې کيفيتونو