Book Name:Ibadat Aur Istianat
خواجه هَروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې حاضر شو، بيعت يـې وکړو، 20 کاله يـې د کامِل پير خدمت وکړو.
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! تاسو ووګورئ چې پۀ شروع کښې د خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ زړۀ کښې يو ايماني کيفيت پيدا شوے وو، خواجه حضور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دغه کيفيت سمبال کړو، په خپل محنت او کوشش سره يـې د دغه ايماني کيفيت پۀ تقاضو باندې مسلسل عمل کولو، تر دې پورې چې 20 کاله يـې د کامِل پير پۀ خدمت کښې تير کړل، اخر خواجه عثمان هَروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه ورځ خپل کامِل مُريد د ځان سره کړو او د حج د پاره روان شو، پۀ مکه مکرمه کښې د ميزابِ رحمت لاندې ودريدو او خواجه عثمان هَروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل کامِل مريد د پاره دعاګانې شروع کړې، تر دې چې غيبي اواز راغلو: اے عثمانه! مونږه ستاسو مُريد مُعِينُ الدِّين قبول کړو. ([1])
خواجۂ ہند وہ دربار ہے اعلیٰ تیرا کبھی محروم نہیں مانگنے والا تیرا
ہے تری ذات عجب بحرِ حقیقت پیارے کسی تیراک نے پایا نہ کنارا تیرا([2])
سُبْحٰنَ اللہ! د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره عظيم شان دے. جديد سائيکالوجي (عِلمِ نفسيات) والا هم دا مني چې د کاميابۍ شروع هميشه د يو خيال، يوې جذبې او د يو کيفيت نه کيږي، زمونږه لويه مسئله دا ده چې زمونږه پۀ زړۀ کښې ايماني کيفيت پيدا شي نو مونږه هغه نۀ سمبالوو * کله مو يو بيان پۀ زړۀ باندې اثر وکړي * کله مو د قرآنِ کريم يو آيت اوريدو سره پۀ زړۀ باندې اثر وشي * کله يو حديث شريف واورو نو په زړه مو اثر وشي خو مونږه د هغه کيفيت قائم پاتې کيدلو کوشش نه کوو بلکې داسې شو لکه