Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
يو ځل دې هديرې ته حاضري وکړے شي، هلته دې فاتحه شريف هم ولوستلے شي او ورسره ورسره دې پۀ دې خبره باندې هم غور وکړے شي چې ډير زر به زۀ هم قبر ته راځم، هٰغه وخت به زما د بے وسۍ حالت څۀ وي؟ بيا دې د قبر پۀ معاملو باندې غور هم وکړے شي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم د الله پاک نه د ويرې دولت به مو نصيب شي * د مکـتبة الـمدينه کتاب خَوفِ خُدا ولولئ! د دې سره به هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم د الله پاک نه پۀ ويره کښې اضافه وشي۔
مرے اشک بہتے رہیں کاش ہر دَم ترے خوف سے یاخُدا یااِلٰہی!
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تَھر تَھر رہوں کانپتا یااِلٰہی!
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
(2): پۀ قرآنِ کريم باندې عَمَل
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د تقویٰ دارو 4 صفتونه وښودل، پۀ هغي کښې دا دويم صفت دے: اَلْعَمَلُ بِالتَّنْزِیْلِ يعنې پۀ قرآنِ کريم باندې عمل کول۔
دا هم ډير اهم او ډير ضروري صفت دے، امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د الله پاک د نيکانو بندګانو پۀ اخلاقو کښې دي چې تر څو پورې به هغوئي ته د قرآن او سُنَّت او د شريعت پۀ رڼا کښې د څۀ کار واضحه حکم معلوم شوے نۀ وو، تر هٰغه وخته پورې به يـې هغه کار نۀ کولو۔ ([1])