Agle Pichlo ko Nasihat

Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat

سره قَوِی (يعنې طاقت ور) کيږي، چې کله پۀ روژه باندې د دۀ زور مات شي نو ستا به د ګناه طرف ته رغبت هم کم شي او پرهيزګاري به هم حاصله شي۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! معلومه شوه چې د روژې نيولو پۀ برکت د سرکشه نفس زور ماتيږي، د ګناهونو رغبت کميږي او د تقویٰ دولت نصيب کيږي۔ د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت تشريف راوړونکې ده، د دې ښه ډير احترام وکړئ! ټولې روژې ونيسئ! پۀ دې کښې تلاوت وکړئ! ټولې تراويح وکړئ! د پيشمني او د روژه ماتي برکتونه حاصل کړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د تقویٰ عظيم دولت به مو نصيب شي۔

نصیب  تیرے کرم سے چمک اُٹھا یارَبّ!          جہاں میں پھر مہِ رمضان آگیا یارَبّ!

ہے لاکھ لاکھ ترا شکر پھر دیا رمضان               کرم سے ذوقِ عبادت بھی ہو عطا یارَبّ! ([2])

د کلمه اينډ دُعا (Kalma & Dua) ايپ تعارف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي  I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د ”کلمه او دُعا“ (Kalma & Dua) جوړ کړے دے۔ د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه ډير په اسان انداز کښې د ماشومانو تربيت کيدے شي * پۀ دې ايپلي کيشن کښې د ماشومانو د پاره 6 کلمې د آډيو پۀ شکل کښې د حرفونو د اداکولو او د ترجمې سره * د روزانه   16 مختلفې دُعاګانې مثلاً د اوبو څښلو دُعا * د ډوډۍ خوړلو نه مخکښې او وروستو دُعا * د پئيو څښلو دُعا * د اوده کيدو دُعا وغيره د حرفونو د ادائيګۍ او ترجمې سره او پۀ مختلفو موضوعاتو باندې سُنت او آداب


 

 



[1]... تفسیر نعیمی، پارہ:2، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت:183، جلد:2، صفحہ:212۔

[2]... وسائل فردوس ، صفحہ:26۔