Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
حق دار يئ چې پۀ خپل مُحسِن او غم خوار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې پۀ کثرت سره درود ولولئ۔۔۔!! ([1])
تم سے جہاں کا نِظام تم پہ کروروں سلام تم پہ کروروں ثَنا تم پہ کروروں درود
نافِع و دافِع ہو تم شافِع و رافِع ہو تم تم سے بس اَفزوں خُدا تم پہ کروروں درود([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د مخکښينو او وروستنو د پاره نصيحت
الله پاک فرمائي:
وَ لَقَدْ وَصَّیْنَا الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَ اِیَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَؕ (پارہ:5، سورۀ نسآء:131) ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه مونږه هٰغه خلقو ته کومو ته چې تاسو نه مخكښې کتاب ورکړے شو او تاسو ته هُم تاکيد فرمائيلے دے چې د الله نه تل ويريږئ ۔
زمونږه خالِق، زمونږه مالِک، زمونږه خوږ الله پاک ما ته، تاسو ته، مونږه او زمونږ نه مخکښينو اُمَّتونو غرض دا چې ټولو انسانانو ته يو نصيحت، يو وَصِيَّت وفرمائيلو، پۀ دې آيت مبارک کښې د دې نصيحت بيان دے، دغه نصيحت څۀ دے؟ فرمائي: اَنِ اتَّقُوا اللّٰہَ تقویٰ اِختيار کړئ! د الله پاک نۀ ويريږئ۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! لږ غور وکړئ چې الله رَبُّ اَلعٰلَمِين دے، الله