Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
وي چې مونږه د دارُ الافتاء اهلسُنَّت نمبر د ځان سره محفوظ کړو، چې کله هم د څۀ څيز پۀ باره کښې شک وي، فوراً شرعي راهنمائي حاصله کړو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ د دارُ الافتاء اهلسُنَّت پۀ نوم موبائل ايپلي کيشن هم جوړ کړے دے، پۀ دې کښې ډيرې زياتې فتوې موجودې دي او پۀ عِلمِ دِين مشتمل ډير مواد پۀ دې ايپلي کيشن کښي موجود دي۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پخپله ترينه هم فائده واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم .
زندگی ہو مری پروانے کی صُورت یارَبّ! عِلْم کی شمع سے ہو مجھ کو محبت یارَبّ!
میرے اللہ بُرائی سے بچانا مجھ کو نیک جو راہ ہو، اس راہ پہ چلانا مجھ کو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د تقویٰ دارو صفتونه کوم چې د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضیٰ ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ بيان کړي دي ، پۀ هغې کښې دريم دا صفت دے: اَلْقَنَاعَۃُ بِالْقَلِیْل يعنې پۀ لږه باندې قناعت کول۔
د قناعت معنیٰ دہ: پۀ قِسمت باندې راضي کيدل۔ دا هم د تقویٰ د پاره بنيادي صفت دے، د چا چې قناعت نصيب نۀ وي، د هغۀ د ګناهونو نه بچ کيدل ډير ګران وي، ډير داسې ګناهونه دي کوم چې هم د حِرص او د لالچ پۀ وجه وي * هُم د لالچ پۀ وجه باندې د رشوت لين دِين کيږي * هُم د لالچ پۀ وجه باندې د سُود کاروبارونه کولے شي * هُم د لالچ پۀ وجه باندې د حرامو ذريعو نه مال حاصلولے شي * هُم پۀ لالچ کښې د يتيمانو حق خوړلے کيږي * پۀ لالچ کښې د راتللو سره ورور د ورور قتل هم کوي * تر دې پورې چې بعضې لالچيان خلق