Agle Pichlo ko Nasihat

Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat

پاک د ټولو جهانونو پالونکے دے، الله پاک د بندګانو د پاره د ټولو نه زيات مهربانه، رحم کوونکو دے، هٰغه الله پاک خپلو بندګانو ته د تقویٰ نصيحت فرمائي، که د بنده د پاره د تقویٰ نه علاوه بَل څۀ څيز ډير فائده مند، ډير د خير والا وے نو الله پاک به خپلو بندګانو ته ضرور د هغې تاکيد فرمائيلو خو الله پاک د تقویٰ اختيارولو نصيحت وفرمائيلو، ټولو اَوّلِينو او آخرينو ته يـې هم د تقویٰ حکم وکړو، د دې نه معلومه شوه چې د الله پاک پۀ نزد د بنده پۀ خوبيانو کښې د ټولو نه اعلیٰ خوبي تقویٰ ده۔

حرصِ دُنیا نکال دے دِل سے                    بَس رہوں طالبِ رضا یارَبّ!

واسطہ میرے پیر و مرشد کا                      مجھ کو تُو متّقی بنا یارَبّ!

تقویٰ د ټولو نيکو اَصل دے

تقویٰ ډير غټ دولت دے۔ د حضرت ابو سعيد خُدري ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ        نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو صحابي ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   ته نصيحت کولو ويې فرمائيل:  عَلَیْکَ بِتَقْوَی اللّٰہِ فَاِنَّہُ جِمَاعُ کُلِّ خَیْرٍ   يعنې پۀ تاسو باندې تقویٰ لازم ده چې بے شکه تقویٰ د ټولو نيکو مجموعه ده۔ ([1])

دے حُسْنِ اَخْلاق کی دولت                     کر دے عطا اِخْلاص کی نعمت

مجھ کو خزانہ دے تقویٰ کا                       یااللہ! مِری جھولی بھر دے

د اخرت تقسيم پۀ تقویٰ باندې شوے دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دِين کښې د تقویٰ ډير اهميت دے۔ تر دې پورې


 

 



[1]... مسند ابی یعلی، جلد:1، صفحہ:324، حدیث:1001۔