Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت د تقویٰ د حاصلولو ذريعه ده
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د روژې مياشت، د غفران مياشت، د قرآنِ پاک د نازليدو مياشت تشريف راوړونکې ده۔
عَجِّل عَجِّل یا رمضان جان مری تجھ پر قربان
آ بھی جا ماہ ِ سُبحٰن جلدی جلدی آ رمضان
جب بھی آتا ہے رمضان جان میں آ جاتی ہے جان
رَمَضَانُ المُبَارَک د تقویٰ د حاصلولو بهترينه ذريعه ده، الله پاک د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې د روژو د نيولو حکم کړے دے او د دې چې يـې کومې فائدې ذِکر کړې دي، هغه هُم دا تقویٰ ده۔ الله پاک فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا كُتِبَ عَلَیْكُمُ الصِّیَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَۙ(۱۸۳) (پارہ:2، سورۀ بقرہ:183)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ پۀ تاسو روژې فرض کړے شوې څنګه چې تاسو نه پۀ مخکښې خلقو باندې فرض کړے شوې وې چې تاسو پرهيزګاره جوړ شئ۔
د دې آيت مبارک د اخرۍ حصې لَعَلَّكُمْ تَتَّقُوْنَ پۀ وضاحت کولو د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې کښې د روژې د حِکمت ذِکر دے يعنې (اے ايمان والؤ!) پۀ تاسو باندې روژې دې د پاره فرض کړے شوې چې تاسو د دوزخ د وور نه بچ شئ يا پرهيزګاره شئ۔ نور فرمائي: ګناه کولو والا نفس دے او دا د خوراک څښاک