Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
وفرمائيلو: زۀ ځان د ازغو نه بچ کوم او خپلې جامې راغونډووم۔ حضرت کعب ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ عرض وکړو: ذٰلِکَ التَّقْویٰ اے اَمِيرُ المُؤمِنِين!
مطلب دا چې مونږه دې دُنيا ته راغلو، الله پاک مونږ ته پاک رُوح راعطا کړو، پاک صفا زړۀ يـې راعطا کړو، اوس به مونږه د دې دُنيا نه تيريږو او د اخرت طرف ته به ځو، لکه چې دا دُنيا يوه لاره ده او پۀ دې لاره باندې د ازغو جاخې دي، يو طرف ته شيطان دے، يو طرف ته نفس دے، يو طرف ته د دُنيا محبت دے، يو طرف ته د مال محبت دے، حَسَد، بغض، کينه، خواهش پرستي وغيره وغيره پۀ زرګونو ګناهونه او د ګناهونو پۀ زرګونو لارې، دا ټولې لکه چې د ازغو جاخې دي، مونږ ته د ژوند پۀ دې سفر کښې خپل پاک رُوح، خپل زړۀ د دې ازغو د جاخو (يعنې د ګناهونو) نه بچ کول او تيريدل دي، بس هم د دې څيز نوم تقویٰ ده۔
تقویٰ د 4 څيزونو د مجموعې نوم دے
د مسلمانانو څلورم خليفه اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت مولیٰ علي ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: تقویٰ د څلورو څيزونو د مجموعې نوم دے: (1): اَلْخَوْفُ مِنَ الْجَلِیْلِ (يعنې د الله پاک نه ويره) (2): اَلْعَمَلُ بِالتَّنْزِیْل (يعنې پۀ قرآنِ کريم باندې عمل کول) (3): اَلْقَنَاعَۃُ بِالْقَلِیْلِ (پۀ لږه باندې راضي کيدل) (4): اَلْاِسْتِعْدَادُ لِیَوْمِ الرَّحِیْلِ (د اخرت د سفر تياري کول)۔ ([2])
معلومه شوه چې دا 4 صفتونه چې د کوم خوش قِسمته نصيب شي نو هغۀ تقویٰ دار