Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
صحابۀ کرام عَلِيْهِمُ الرّضوَان او پۀ شريعت باندې عمل
پۀ بُخاري شريف او مسلم شريف کښې روايت دے، د کوم خُلاصه چې څۀ داسې ده چې يو ځل يو څو صحابۀ کرام عَلِيْهِمُ الرّضوَان پۀ سفر باندې وو، پۀ لاره کښې پۀ يو ځائے کښې يو کَس صحابۀ کرامو عَلِيْهِمُ الرّضوَان ته عرض وکړو چې زمونږه سردار لړم چيچلے دے، آيا تاسو څۀ کولے شئ؟ يو صحابي ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ وفرمائيل: آؤ! زۀ به يـې دَم کړم۔ نو هٰغه صحابي ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د هٰغه کَس سره لاړو او سورۀ فاتحه يـې ولوستله او مريض يـېپري دَم کړو، د کوم پۀ برکت چې مريض ټيک شو۔ بيا هٰغه خلقو صحابۀ کرامو عَلِيْهِمُ الرّضوَان ته څۀ چيلۍ ورکړلې، هغوئي هٰغه چيلۍ خو واخستلې خو بيا يـې سوچ وکړو چې آيا دا چيلۍ اخستل زمونږ د پاره جائزې وې که نۀ؟ نو هغوئي د هٰغه چيلو نه فائده حاصله نکړه، چې کله مدينے منورې ته واپس حاضر شول نو د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې يـې ټول حال عرض کړو، صاحبِ شريعت، رسولِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هٰغه چيلو نه د فائدې حاصلولو اجازت عطا کړلو، بيا صحابۀ کرامو عَلِيْهِمُ الرّضوَان مطمئين شول۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د صحابۀ کرامو عَلِيْهِمُ الرّضوَان تقویٰ ته وګورئ! د دَمولو پۀ بدله کښې ورته چيلۍ ميلاؤ شوې وې، د هٰغه صحابۀ کرامو عَلِيْهِمُ الرّضوَان د پاره دا يو نوے حالت وو، د قرآن او د سُنَّت پۀ رڼا کښې ورته د هٰغه چيلو پۀ باره کښې شرعي حکم معلوم نۀ وو، ځکه صحابۀ کرام عَلِيْهِمُ الرّضوَان تر هٰغه وخته پورې منع وو چې تر څو پورې شرعي حکم نۀ وو معلوم شوے۔
کاش چې مونږه هم دا عادت اختيار کړو، تر څو پورې چې راته د شريعت پۀ رڼا کښې د څۀ کار حکم معلوم شوے نۀ وي، تر هٰغه وخته پورې هٰغه کار ونکړو۔ څومره به ښه