Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
غير مسلمه ملکونو ته د تللو د پاره خپل ځان غير مسلمه هم ليکي (اَستَغفِرُ الله!)۔
کوم بنده چې د الله پاک پۀ ورکړه باندې راضي نشي او قناعت اختيار نۀ کړي، د هغۀ د ګناهونو نه بچ کيدل ډير ګران دي او څوک چې د ګناهونو نه بچ نشي نو هغۀ به تقویٰ دار څنګه جوړيږي؟
د قناعت پۀ باره کښې د تقویٰ دارو دوه واقعې
* حضرت محمد بن واسِع رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د مالګې او سرکې سره ډوډۍ خوړله، هغوئي به فرمائيل: کوم بنده چې پۀ دومره شان دُنيا باندې راضي شي هغۀ د خلقو پۀ مخکښې د ذِلَّت نه بچ کيږي۔ ([1]) * حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ اوسنۍ زمانه کښې چې کوم بنده د وربشو پۀ ډوډۍ باندې قناعت نۀ کوي، هغۀ پۀ ذلت او رسوايۍ کښې اخته کيږي۔ يو ځل يو کَس د حضرت سفيان ثوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې عرض وکړو: آيا زۀ مال جمع کولے شم؟ هغوئي وفرمائيل: پۀ مال جمع کولو کښې 5 بدۍ دي: (1): د دې سره اُميدونه اوږديږي (حالانکې زمونږه د يو سعت باور هم نشته، پته نۀ لګي چې کله به مرګ راځي) (2): د مال جمع کولو سره حرص زياتيږي (3): د مال جمع کولو پۀ وجه بُخل (يعنې پۀ کنجوسۍ) کښې اضافه کيږي (4): د مال جمع کيدو پۀ وجه بنده اخرت هيروي او پۀ غفلت کښې اخته کيږي (5): د مال جمع کولو د ټولو نه غټ افت دا دے چې د بنده پۀ پرهيزګارۍ کښې کمے راځي۔ ([2])
الله پاک دې مونږه د مال د حِرص نه محفوظ کړي * قناعت (يعنې الله پاک چې څۀ