Agle Pichlo ko Nasihat

Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د عبرت خبره ده، مونږه پۀ دې دُنيا کښې ډير څۀ کوو، * لوئي لوئي ډګريانې هم حاصلوو * نوکري * کاروبار * د ګټې، د خوراک     * غټې غټې منصوبے جوړول * ماڼۍ، بنګلې، عالي شان محلونه * د اعلیٰ نه د اعلیٰ منصب د پاره منډې ترړې وغيره ډير څۀ کوو خو د سوچ خبره ده، آيا مونږه د هٰغه ورځې د پاره تياري کوو پۀ کومه ورځ چې به هر څۀ دلته پريږدو او تيارۀ قبر ته به کوزيږو، آه! هغۀ به څومره د بے وسۍ ورځ وي؟ څومره بے وسي به وي؟ چې کله به حضرت ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، زمونږه عزيزان، خپلوان، اولاد، د ځان نه زيات محبت کوونکي، زمونږه دوستان، زمونږه مال، بينک بيلنس وغيره به مو هيڅ پکار نۀ راځي، عزيزان به مو ګوته پۀ خُله پاتې شي، ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام به مو رُوح قبض کړي او څوک به هيڅ هم نشي کولے۔ بيا به مونږ له غُسل راکړے شي او کفن به راته واچولے شي او تيارۀ قبر ته به کوز کړے شو، بيا به مونږ يو او زمونږه اعمال به راسره وي۔ د غور مقام دے! مونږ ته پۀ دې دُنيا کښې لږ وخت تيرول دي، هغه هم څومره دے؟ مونږ ته معلوم نۀ دے، کيدے شي چې د راتلونکې ساه اخستو موقع راته هم ميلاؤ نشي۔ د دې باوجود چې مونږه څومره د دې دُنيا د پاره کوو؟ دومره نۀ د دې پۀ نيمه، آيا مونږ د قبر د تيارۍ د پاره کوو؟ کيدے شي چې نۀ يـې کوو۔

یاد رکھ ہر آن آخر موت ہے                     بَن تُو مت انجان آخر موت ہے

مرتے جاتے ہیں ہزاروں آدمی                  عاقِل و نادان آخر موت ہے

بارہا عِلمی تجھے سمجھا چکے                          مان یا مت مان آخر موت ہے

تقویٰ دار او د مرګ تياري

  زمونږه د اَسلافو (يعنې د الله پاک نيکان او پرهيزګاره بندګان چې کوم وو، ) د هغوئي