Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
جوړ شي۔
(1): وړومبے صفت: د الله پاک نه ويره
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د الله پاک نه ويره يو مُهار [يعنې واګې] دي، کوم چې انسان د ګناهونو نه منع کوي، که چرې دا واګې وشليږي يا ډِيله شي (يعنې پۀ زړۀ کښې د الله پاک ويره پاتې نۀ شي) نو بنده پۀ ګناهونو باندې زړور شي، ځکه د الله پاک نه ويره د تقویٰ دارو ډير ضروري صفت دے۔
د حضرت عُمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ويره
منقول دي چې يو ځل حضرت يزيد رقَّاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خِدمت کښې حاضر شو، حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته وفرمائيل: ما ته څۀ نصيحت وکړئ! حضرت يزيد رقَّاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووئيل: اے امير المُؤمِنِين! تاسو وړومبے خليفه نۀ يئ چې مرګ به درله راځي (يعنې ستاسو نه مخکښې هم ډير بادشاهان تير شوي دي)۔ دا يـې چې واوريدل نو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ژړا شو، اوئې فرمائيل: نور نصيحت وکړئ! حضرت يزيد رقَّاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووئيل: ستاسو نه واخله تر د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پورې چې ستاسو څومره پلاران نيکونه دي، پۀ هغوئي کښې اوس څوک هم ژوندے نۀ دے۔ حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا پۀ ژړا شو او اوئې فرمائيل: نور نصيحت وکړئ! حضرت يزيد رقَّاشي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووئيل: د جنَّت او د دوزخ پۀ مينځ کښې هيڅ منزل نشته (يعنې زمونږه ځائے خو يا دوزخ دے او يا جنَّت، د دې نه علاوه بَل ځائے نشته)۔ دا خبره چې يـې واوريدله نو پۀ حضرت عمر بن عبد العزيز