Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
وغيره شامل دي۔ پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او فائده ترينه واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ اُلټو کولو باندې روژه نۀ ماتيږي۔
وضاحت: پۀ عوامو کښې مشهوره ده چې د اُلټو کولو سره روژه ماتيږي حالانکې داسې نۀ ده۔ د اُلټو کولو سره پۀ هر صورت کښې روژه نۀ ماتيږي بلکې د اُلټو کولو پۀ وجه د روژې ماتيدو خاص صورتونه دي۔ علمائے کرام فرمائي: (1): د روژې پۀ حالت کښې که پخپله هر څومره اُلټۍ وشي (که يو بالټے ترينه ډک ولې نشي) پۀ دې باندې روژه نۀ ماتيږي (2): که د روژې ياديدلو باوجود قصداً اُلټۍ وکړے شوې او که هغه پۀ ډکه خُله وي نو بيا روژه ماتيږي (3): قصداً پۀ اُلټو کولو سره هم پۀ هٰغه حالت کښې روژه ماتيږي چې پۀ اُلټو کښې خوراک يا (اوبه) يا صَفراء (يعنې تروې اوبه) يا وينه راشي (4): که پۀ اُلټو کښې صرف بَلغم لاړل نو روژه نۀ ماتيږي (5): که قصداً يـې اُلټۍ وکړې خو لږې راغلې، پۀ ډکه خُله نۀ وې نو بيا روژه نۀ ماتيږي (6): که د ډکې خُلې نه کمې اُلټۍ وشوې او هُم د خُلې نه واپس شوې يا يـې پخپله واپس کړې، پۀ دې دواړو حالاتو کښې به روژه نۀ ماتيږي (7): که بے اختياره پۀ ډکه خُله اُلټۍ وکړے شوې نو روژه ماته نۀ شوه البته که