Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله پاک ويره غالبه شوه او هغوئي بے هوشه شو او په زمکه راپريوتو۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! وګورئ چې د الله پاک نه څنګه ويره ده۔ حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خليفه وو، د هغوئي سره حکومت وو، تاج او تخت وو، اختيارات وو، دا هٰغه څيزونه دي کوم چې عموماً خلق سرکشه کوي، چې حکومت، عهده، اختيارات ميلاؤ شي نو خلق پۀ ګناهونو زړور شي خو حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خليفه جوړيدو نه مخکښې هم تقویٰ دار وو او د خليفه جوړيدو نه پس هم تقویٰ دار وو، هغوئي پۀ خپل حکومت کښې ظلم نۀ وو کړے، د خلقو حقونه يـې د ښپو لاندې کړي نۀ وو بلکې عدل او انصاف يـې قائم کړے وو، ولې؟ ځکه چې حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک نه ډير ويره لرونکے وو۔
د الله پاک نه ويره به څنګه نصيب کيږي؟
معلومه شوه چې د ګناهونو نه د بچ کيدو او د تقویٰ حاصلولو د پاره د الله پاک نه ويره ډيره ضروري ده۔ الله پاک دې زمونږه هم د خوف خدا نعمت نصيب کړي۔ د الله پاک نه د ويرې حاصلولو د پاره دې * د قرآنِ کريم د تلاوت معمول جوړ کړے شي، خاص طور هٰغه آيتونه پۀ کومو کښې چې د الله پاک د عذاب، د دوزخ او د قيامت ذِکر دے، د هٰغه آيتونو ترجمه او تفسير دې ولوستلے شي او پۀ ذِهن کښې دې کښينولے شي او ښه پۀ توجه سره دې بيا بيا تلاوت وکړے شي * پۀ کومو حديثونو کښې د الله پاک نه د ويريدو بيان دے، داسې حديثونه دې ولوستلے شي * د الله پاک نه د ويريدو په باره کښي ليکلے شوي کتابونه دې ولوستلے شي * د الله پاک نه د ويريدونکو بزرګانِ دِين سيرت دې ولوستلے شي * جدول دې جوړ کړے شي او روزانه يا کم از کم پۀ هفته کښې