Agle Pichlo ko Nasihat

Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat

اِنَّ اَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ اَتْقٰىكُمْؕ          (پارہ:26، سورۀ حجرات:13)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه د الله پۀ نزد پۀ تاسو کښې زيات عِزَّت والا هغۀ دے څوک چې پۀ تاسو کښې زيات پرهيزګار دے۔

د دې آيت نه معلومه شوه چې د الله پاک پۀ بارګاه کښې د عزت او د فضيلت معيار نسب نۀ بلکې پرهيزګاري ده ځکه هر مسلمان له پکار دي چې هغۀ پۀ نسب د فخر کولو نه بچ شي او تقویٰ او پرهيزګاري اختيار کړي چې د الله پاک پۀ بارګاه کښې د هغۀ عزت او فضيلت نصيب شي۔ ([1])

يو عربي شاعِر وائي:

مَا یَصْنَعُ الْعَبْدُ بِعِزِّ الْغِنیٰ                                                                                                             وَالْعِزُّ کُلُّ الْعِزِّ لِلْمُتَّقِیْ

ترجمه: انسان به د مال او دولت پۀ عزت باندې څۀ وکړي؟ عزت خو ټول پۀ ټوله د تقویٰ دار د پاره دے۔

د تقویٰ دارو د پاره انعامونه او زيري

علمائے کرام فرمائي: الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې د تقویٰ دارو ډير فضائل بيان کړي دي او هغوئي له يـې ډير زيري ورکړي دي مثلاً * د تقویٰ دارو د الله پاک خصوصي مدد او نصرت نصيب کيږي * د تقویٰ دارو پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې عزت نصيب کيږي * تقویٰ دارو ته عِلم هم ورکولے شي، حکمت ورته هم عطا کولے شي * الله پاک د تقویٰ دارو ګناهونه ورانوي * دوئي ته ډير اجر عطا کوي * د تقویٰ دارو مغفرت او بخښنه کيږي * الله پاک تقویٰ دارو ته اسانۍ عطا کوي * د هغوئي پۀ کارونو کښې


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:26، سورۂ حجرات، زیرِ آیت:13، جلد:9، صفحہ:447۔