Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
چې د اخرت د کاميابۍ معيار هُم پۀ تقویٰ باندې کيښودے شوے دے۔ د تَصَوُّف پۀ مشهور کتاب رِسَالَه قُشَيرِيَه کښې دي، حضرت شيخ کَتَّانِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دُنيا تقسيم پۀ ازميښت باندې شوے دے او د اخرت تقسيم پۀ تقویٰ باندې شوے دے۔ ([1])
يعنې پۀ دُنيا کښې عزت، مرتبه او مقام، اوچت والے، ترقي او کاميابي د هغۀ چا نصيب کيږي څوک چې زيات محنت کوي خو پۀ اخرت کښې به اوچتې درجے، زيات عزت، زيات مقام او مرتبه د هغۀ نصيب کيږي څوک چې زيات تقویٰ والا وي۔ پۀ 12 سيپاره، سورۀ هُود، آيت: 49 کښې ارشاد دے:
اِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِیْنَ۠(۴۹) (پارہ:12، سورۀ هود:49)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه ښه انجام د پرهيزګارو د پاره دے۔
پۀ يو ځائے کښې اللہ پاک د جنَّت پۀ باره کښې ارشاد فرمائي:
اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِیْنَۙ(۱۳۳) (پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:133)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هغه د پرهيزګارو د پاره تيار کړے شوے دے۔
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې الله پاک جنَّت هم د تقویٰ دارو د پاره جوړ کړے دے، ځکه چې څوک زيات تقویٰ دار وي، د هغۀ به پۀ جنَّت کښې زياتې اوچتې درجے نصيب کيږي، د هغۀ به زيات نعمتونه نصيب کيږي۔
عزت ټول پۀ ټوله پۀ تقویٰ کښې دے
دغه شان پۀ دِين کښې هم د عزت معيار پۀ تقویٰ دے۔ الله پاک فرمائي: