Agle Pichlo ko Nasihat

Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat

درکړي وي پۀ هغې باندې راضي کيدل) ډير لوئي نعمت دے * قناعت د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دے * قناعت د صحابۀ کرامو عَلِيْهِمُ الرّضوَان طريقه ده * قناعت د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم طريقه ده * قناعت اختيارولو والا د الله پاک محبوب دے * پۀ قناعت باندې د الله پاک رضا ميلاؤيږي * د قناعت پۀ برکت پۀ قبر او حشر کښې اساني نصيب کيږي * او قناعت جنَّت ته بوتللو والا کار دے۔

ضرورت سے زیادہ مال و دولت کا نہیں طالِب

رہے بَس آپکی نظرِ عنایت یَارسُولَ اللہ

رہیں سب شاد گھر والے شہا! تھوڑی سی روزی پر

عطا ہو دولتِ صبر و قناعت یارسُولَ اللہ

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                               صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

(4): د اخرت تیاري

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  د تقویٰ دارو څلورم صفت دا وښودلو: اَلْاِسْتِعْدَادُ لِیَوْمِ الرَّحِیْل يعنې د دې دُنيا نه د سفر کولو د ورځې تياري کول۔

وه ويريږئ د مرګ د ورځې نه۔۔۔!!

الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:

وَ اتَّقُوْا یَوْمًا تُرْجَعُوْنَ فِیْهِ اِلَى اللّٰهِۗ         ( پارہ:3، سورۀ بقرہ:281)   

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هٰغه ورځې نه وه ويريږئ پۀ کومه ورځ به چې تاسو د الله طرف ته ګرځولے کيږئ۔