Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
سره به بَس د قبر او د اخرت فِکر وو او دوئي به هر وخت د مرګ پۀ تيارۍ کښې مصروف اوسيدل۔ * خواجه سِرِّي سَقَطي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 98 کاله پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو، د ځنکدن نه علاوه چا چرې هم هغوئي پۀ ملاسته نۀ وو ليدلي، هميشه به يـې عبادت کولو * محمد جريري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو کال پۀ مکه مکرمه کښې وو، نۀ اوده شو، نۀ يـې ملا نيغه کړه او نۀ يـې ښپې وغزولې * اويس قرني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چې د سحر نـمونځ وکړو نو د الله پاک ذِکر به يـې شروع کړو، ماسپښين به شو، د ماسپښين نه پس به بيا د الله پاک پۀ ذِکر کښې مصروف شو، تر دې پورې چې مازديګر به شو، د مازديګر نه تر ماښام پورې، د ماښام نه تر ماسخوتن پورې، د ماسخوتن نه بيا تر سحره پورې به يـې هُم د الله پاک ذِکر کولو * حضرت ابو بکر عياش رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به هره ورځ 30 زره کرته سورۀ اِخلاص لوستلو، روزانه به يـې 500 نفلونه کول، پۀ ورځ کښې به يـې څو څو کرته د قرآنِ پاک ختم کولو * امام اعظم، امام ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تر 40 کالو پورې د ماسخوتن پۀ اوداسه باندې د سحر نـمونځ ادا کړو، هره شپه به يـې پۀ 2 رکعتونو کښې د قرآنِ کريم ختم کولو۔ ([1])
اندازه ولګوئ چې دا د الله پاک نيکان بندګان به څنګه هر وخت بس هُم پۀ نيک کارونو کښې مصروفه اوسيدل؟ د هغوئي سره د اخرت فِکر وو، هغوئي مرګ او قبر او اخرت يادولو والا وو۔ کاش چې مونږه هم د تقویٰ دارو والا صفتونه اختيار کړو۔ کاش چې زمونږه هم د مرګ د تيارۍ توفيق نصيب شي۔ الله پاک دې توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم .