Book Name:Agle Pichlo ko Nasihat
سهولت او نرمي کيښودلے کيږي * تقویٰ دار انسان د غم او مشقت نه نجات بيامومي * تقویٰ دار انسان ته د دُنيا فراخه رزق عطا کولے شي * تقویٰ دار انسان به پۀ اخرت کښې د نجات والا وي * تقویٰ دارو ته د عبادت توفيق ورکړے کيږي * الله پاک هغوئي د ګناهونو نه محفوظ ساتي * تقویٰ دار انسان پۀ خپلو مقصدونو کښې کاميابي حاصلوي * الله پاک د تقویٰ دار انسان د رښتنولۍ ګواهي ورکوي * د هغوئي د الله پاک محبت نصيب کيږي * د تقویٰ دار انسان عبادت قبليږي * د تقویٰ دار انسان د غم او ويرې نه نجات نصيب کيږي * الله پاک به هغوئي ته پۀ جنَّت کښې اوچتې درجے عطا کوي * او د ټولو نه زيات دا چې تقویٰ دار انسان د الله پاک پۀ بارګاه کښې پۀ اعلیٰ مقام حاصلولو کښې کاميابيږي۔ ([1])
ہو اخلاق اچھا، ہو کردار سُتھرا مجھے متقی تُو بنا یااِلٰہی!([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
تقویٰ څۀ ده؟
يوه ورځ د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ حضرت کَعبُ الاَحبَار ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ ته وفرمائيل: اے کعب! ووايه چې تقویٰ څۀ ده؟ حضرت کَعبُ الاَحبَار ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ عرض وکړو: اے اَميرُ المُؤمِنِين! آيا تاسو چرته پۀ داسې لاره باندې تير شوي يئ پۀ کومه باندې چې د ازغو جاخې [ګڼ ازغن بوټي] وي؟ اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت عمر فاروقِ اعظم ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ وفرمائيل: آؤ، بالکل زۀ پۀ داسي لاره باندې تير شوے يم۔ حضرت کعب ررَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ عرض وکړو: بيا تاسو پۀ داسې لاره باندې څنګه تيريږئ؟ ارشاد يـې