Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha
وو، پۀ هغوئي کښې يو کافِر وو او بَل مؤمن وو، کافر مالداره وو۔ د هغۀ دوه باغونه وو، پۀ هغې کښې د انګورو غنچې وې، د کجورو وَنې وې او هغۀ به پۀ هغې کښې کرونده هم کوله، د باغونو پۀ مينځ کښې نهر وو، دې دواړو باغونو به پوره پوره ميوه کوله۔
د دې بد بخته سر ته د مال نشه وختله، هغۀ تکبر وکړو او د غرور پۀ نشه کښې بے سره شو او مؤمِن له يـې پيغورونه ورکړل او اوئې وئيل:
مَاۤ اَظُنُّ اَنْ تَبِیْدَ ھٰذِہٖۤ اَبَدًا (ۙ۳۵)
(پارہ:15، سورۀ کہف:35)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ ګمان نۀ کووم چې دا (باغ) به کله فنا شي۔
مؤمِن بنده هغۀ له ډير ښکلے جواب ورکړو، وړومبے خو هغۀ ووئيل چې که ستا سره مال دے نو څۀ وشول، الله پاک ما ته د ايمان دولت را عطا کړے دے، تۀ مالداره يـې او بيا هم احسان فراموشه يـې خو زۀ د خپل رَبِّ کريم فرمانبرداره يم، د هغۀ سره څوک هم شريک نۀ ګرځوم، بيا چې تر څو پورې ستا د دې باغونو معامله ده نو ياد ساتۀ!
فَعَسٰی رَبِّیْۤ اَنْ یُّؤْتِیَنِ خَیْرًا مِّنْ جَنَّتِکَ
(پارہ:15، سورۀ کہف:40)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو نزدې ده چې زما رب ما ته ستا د باغ نه بهتر عطا کړي۔
بيا نتيجه هم هٰغه راووتله کومه چې هميشه د غرور راووځي۔ د هغۀ پۀ باغونو افت راغلو او د هغۀ دواړه باغونه تباه شول۔ الله پاک فرمائي:
وَ لَمْ تَکُنْ لَّہٗ فِئَۃٌ یَّنْصُرُوْنَہٗ مِنْ دُوْنِ اللّٰہِ وَ مَا کَانَ مُنْتَصِرًا (ؕ۴۳) ہُنَالِکَ الْوَلَایَۃُ لِلّٰہِ الْحَقِّ ؕ
(پارہ:15، سورۀ کہف: 43-44)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغۀ سره څۀ داسې ډله نۀ وه چې د الله پۀ وړاندې يـې د هغۀ مدد کړے وے او نۀ هغۀ پخپله د بدل اخستلو قابل وو۔ دلته معلومه شوه چې ټول اختيار د رښتيني الله دے۔