Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

Book Name:Ghazwa e Badar Say Hum Nay Kia Seekha

بيماري ده کومه چې د کاميابۍ ذريعو ته نقصان رسوي۔ مثال طور * نـمونځ د کاميابۍ ډيره اهمه او بنيادي ذريعه ده، څومره داسې بزرګان دي کوم چې د نـمونځ پۀ برکت د ولايت اوچتو درجو ته رسيدلي دي خو دا نـمونځ که د ريا پۀ نيت سره وکړے شي نو د کاميابۍ ذريعه نۀ بلکې د ګناه سبب جوړيږي * قرآنِ کريم د کاميابۍ لويه ذريعه ده، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چې الله پاک د قرآنِ کريم پۀ ذريعه قومونه ته عروج  او اوچت والے ورته عطا کوي۔ که دا قرآنِ کريم څوک د ريا پۀ نيت سره لولي، خلقو ته د ښودو د پاره پۀ دې باندې عمل کوي نو څۀ به کيږي؟ کاميابي به ميلاؤيږي؟ نۀ۔۔۔!! بنده به اُلټا ګنهګاريږي۔

حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک ډير لوئي ولي الله دے، يو ځل د هغوئي پۀ زړۀ کښې خيال راغلو چې څۀ داسې صورت جوړشي  چې زۀ د جومات مُتَوَلِّي [يعنې منتظم]  شم۔ نو هغوئي پۀ هٰغه جومات کښې اعتکاف او پۀ کثرت سره نـمونځونه شروع کړل۔ دومره پۀ کثرت سره د نـمونځونو کولو باوجود هم چا د هغوئي طرف ته توجه ونکړه، پۀ داسې حالت کښې پوره کال تير شو، يو کال پس هغوئي ته غيبي اواز وشو: اے مالِکه! اوس تا ته توبه کول پکار دي۔

اوس هغوي  ته حقيقت واضحه شو او هغوي  ته احساس وشو چې ما صرف د جومات د متولي جوړيدو پۀ خاطِر ټول کال نـمونځونه وکړل، آه! پۀ دې کښي د الله پاک رضا مقصد نۀ وه، دا احساس چې ورته وشو نو هغوئي توبه کړه او بيا يـې د اخلاص سره صرف د الله پاک د رضا د پاره عبادت شروع کړو، صرف هم يوه شپه هغوئي عبادت کړے وو چې پۀ بَله ورځ د جومات د دروازې مخې ته خلق راجمع وو، هغوئي پۀ خپل مينځ کښې په مشورې سره هغوئي د جومات متولي جوړ کړو۔ ([1])


 

 



[1]... تذکر ۃ الاولياء، باب چہارم، ذکر مالک دینار  ، جز:1 ، صفحہ: 48   خلاصۃً۔