Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
حضرتِ شمعون رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو زر مياشتې په هم دې طريقه تيرې کړې، آخر دا چې کُفارو بد اطوارو په دوکه ګرفتار کړلو او انتهائي بے دردئ سره ئې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پوزه او غوږونه کټ کړل او سترګې ئې ترينه اُووِيستلې، هغه وخت د خپل وليِ کامِل په بے وسئ باندې د الله رَبُّ الْعِزَّت غيرت په جوش کښې راغلو، چنانچه فوراً په کُفارو غلط کارو باندې د الله پاک قهر نازل شو او ټول په زمکه کښې خخ شولو۔([1])
په ”تفسيرِ عزيزي“ كښې دي: حَضَراتِ صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان چې كله د حضرتِ شَمعُون رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِباداتو او جِهاد تَذكِره واوريدله نو هغوئي ته په حضرتِ شَمعُون رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير رَشك [يعني رَخه] ورغله او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم په دربار كښې ئې عرض اوكړو: ”يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم! مونږ ته خو ډير لږ عُمرونه راكړے شوي دي، په دې كښې هُم څه حِصّه په خوب كښې تيريږي او څه په طَلَبِ مَعاش كښې، پخلي او خوراك كښې او نورو دُنيوي اُمُورو كښې هُم څه وخت اولګي. لِـهذا مونږ خو د حضرتِ شَمعُون رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان عِبادت هډو كولے نه شو، دغسې به بـني اِسرائيل زمونږ نه په عِبادت كښې مخكښې شي.“ د اُمَّت غَمخوار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم چې دا واوريدل نو غمګِين شولو، په هُم هغه ساعت حضرتِ سَيِّدُنا جِبرئيلِ اَمِين عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ وَالسَّلَام سُوْرَةُ الْقَدْر راوړو او د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم په دربارِ مُبارك كښې حاضر شو او تَسَلِّي وركړے شوه چې خوږه حَبِـيبه (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم) خفه كيږه مه، ستاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَ سَلَّم اُمَّت ته مونږه په هر كال كښې يوه داسې شپه