Book Name:Jahannam Se Chutkara Kaise Mila
وركړي ده چې كه هغوئي په هغه شپه كښې عِبادت كوي نو د (حضرتِ) شَمعُون رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د زرو مياشتو د عبادت نه به هُم مخكښې شي. (ماخوذ از تَفْسِيرِ عزيزى ج٣ ص٢٥٧)
چنانچه اِرشاد اوشو:
اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِیْ لَیْلَةِ الْقَدْرِۚۖ(۱) وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا لَیْلَةُ الْقَدْرِؕ(۲) لَیْلَةُ الْقَدْرِ ﳔ خَیْرٌ مِّنْ اَلْفِ شَهْرٍؕؔ(۳) تَنَزَّلُ الْمَلٰٓىٕكَةُ وَ الرُّوْحُ فِیْهَا بِاِذْنِ رَبِّهِمْۚ-مِنْ كُلِّ اَمْرٍۙۛ(۴) سَلٰمٌ ﱡ هِیَ حَتّٰى مَطْلَعِ الْفَجْرِ۠(۵) (پ ٣٠ : سُوْرَةُ الْقَدْر)
مَفهُوم ترجمهٴ كَنْزُالْاِيمان : د الله په نامه شروع چې نهايت مهربان رَحم والا دے. بيشكه مونږه هغه د قدر په شپه كښې نازِل كړو او ته څه پوهه شوې چې څه ده د قدر شپه؟ د قدر شپه د زرو مياشتو نه غوره ده، په دې كښې فرښتے او جِبرِيل راكوزيږي د خپل رب په حُكم، د هر كار لپاره، هغه سلامتي ده تر صبا ځليدو پورې
سُبْحٰنَ الله! څه ښکلے شان دے زمونږ د خوږ خوږ آقا و مَولٰی، محمدِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، چې هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت په باره کښې فکرمند شولو نو الله پاک د هغوئي د زړه خوشحالو د پاره اُمَّت ته د شبِ قدر په شان شپه عطا کړه۔
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن د رَمَضَانُ الْمُبَارَك ووه ويشتمه شپه ده او د علمائے کرامو د اکثريت رائے هُم دا ده چې د رمضان ووه ويشتمه