Book Name:Zawal Kay Asbab
د بيان اوريدلو نيتونه
په حديث شريف کښې دي: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ ښه نيت بنده جنت ته بوځي۔([1])
اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې* د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دې دنيا ته په زرګونو قومونه راغلل، د ترقئ او عروج بام ته اوختل خو بيا په هغوئي زوال راغلے او بيا هغه د تَنَزُّلئ ژورې کندې ته اوغورځيدل، آخر د ترقئ نه پس کميدل، د عروج نه پس زوال، د کاميابئ نه پس ناکامي ولې راځي؟ قومونه د ترقئ بام ته د ختلو نه پس د کميدو ښکار ولې شي؟ نن به مونږ د قرآن او حديث په رنړا کښې د دې ځينو وجو نه د ځان خبرولو کوشش کوو چې دغه شان مونږه د دې نه څه زده کړو او خپل ځانونه د داسې کارونو نه بچ کړو کوم چې د زوال وجې جوړيږي، الله پاک دې مونږ ته په دنيا او آخرت کښې کاميابي او د نعمتونو هميش والے نصيب کړي، او د نعمت د زوال مو دې بچ کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم