Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

په قومونو زوال ولې راځي۔۔۔؟

په 13 سيپاره، سورۀ رَعد، 11 نمبر آيت کښې الله پاک ارشاد فرمائي:

اِنَّ اللّٰهَ لَا یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتّٰى یُغَیِّرُوْا مَا بِاَنْفُسِهِمْؕ   (پارہ13،سورۂ رعد:11)

ترجمۀ کنزُ الايمان: بے شکه الله پاک د يو قوم نه خپل نعمت نه بدلوي تر څو چې هغوئي خپل حالت پخپله بدل نه کړي.

په تفسيرِ صراطُ الجنان کښې دي: په دې آيت کښې د قدرت يو قانون بيان کړے شوے دے چې الله پاک تر هغه وخته پورې د قوم نه خپل عطا کړے شوے نعمت واپس نه اخلي، تر څو چې هغه قوم پخپله خپل ښه عملونه په بدو عملونو کښې بدل نه کړي۔ ([1])

د دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې الله پاک چې کله يو قوم له نعمتونه ورکوي، هغوئي ته په دنيا کښې ترقي، عروج، عزت او خوشحالي، امن او سلامتيا ورکوي نو د هغوئي نه بغير د څه وجې نه دغه نعمتونه واپس نه اخلي تر څو چې قوم پخپله خپل حالت بدل نه کړي، کله چې قوم خراب شي * د ښه عملونو په ځائے بد عملونه کوي * د ښه صفتونو په ځائے بد صفتونه خپل کړي * د محنت په وجه د سستئ ښکار شي * د فرض پوره کولو په ځائے د بے پرواهئ نه کار واخلي * د تقویٰ په ځائے د ګناه لاره خپله کړي * د شکر ويستو په ځائے نا شُکري کوي نو د قومونو عزّت په ذِلَّت کښې، خوشحالي په تنګ حالئ کښې، عروج په کمي کښې، ترقي په زوال کښې او کاميابي په


 

 



[1]...تفسیر صراط الجنان، پارہ:13، سورۂ رعد،تحت الآیۃ:11، جلد:5، صفحہ:85۔