Zawal Kay Asbab

Book Name:Zawal Kay Asbab

معلومه شوه چې د نيکئ دعوت ورکول، د بدئ نه منع کول دا هم د هر يو مسلمان په ذِمه وارئ کښې شامل دي خو افسوس! نن سبا زياتره مسلمانانو د دې ذمه وارئ نه مخ اړولے دے۔ يو عجيبه سوچ پته نه لګي چې د چرته نه راغلے دے، مونږ ګنړو چې د نيکئ دعوت ورکول، د بدئ نه منع کول صِرف د مولوي او امام صاحب کار دے، باقي ټول دې صرف ګټي، خوري او مزې دې کوي۔

اوّل خو دا ياد ساتئ! د مَولوِي معنٰی ده: الله والا۔ ([1]) که اوکتلے شي نو هر مسلمان الله والا (يعني الله پاک منونکے) دے، په مونږ کښې کيدے شي چې څوک هم ځان د شيطان منونکي د پاره تيار نه وي۔ چې ټول الله والا دي نو هم ټول مَولوِي شول، آؤ! چې چا ګيره مبارکه نه ده پريښې، دا د هغه غلطي ده، ګيره نه پريښودونکے، عِلمِ دين نه زده کوونکے غبرګ مجرم دے، يو خو هغه ګيره نه ده پريښې، ضروري عِلمِ دين ئې نه دے زده کړے، بل هغه د نيکئ دعوت هم نه ورکوي، د بدئ نه هم نه منع کوي۔

د قرآنِ مجيد مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي اَحمَد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ټول مسلمانان مُبلَّغين دي، په ټولو باندې فرض دي چې خلقو ته د ښه خبرو حکم کوي او د بدو خبرو نه منع کوي۔ ([2]) زمونږ خوږ آقا او مولا د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: بَلِّغُوْا عَنِّیْ وَلَوْ اٰیَۃً يعني زما د طرف نه اورسوئ که هغه يو آيت


 

 



[1]...فیضان علم وعلما، صفحہ:11۔

[2]...تفسیر نعیمی، پارہ:4، سورۂ اٰل عمران، تحت الآیۃ:104، جلد:4، صفحہ:79۔