Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! فرښتې څنګه صف جوړوي؟ اوئې فرمائيل: وړومبے مخکښينے صف پوره کوي او ښه يو ځائے اودريږي۔ ([1])

معلومه شوه: چې د فرښتو هغه کارونه کوم چې مونږه هم کولے شو، په هغه کارونو کښې د فرښتو مشابهت اختيارول [يعني د فرښتو په شان کيدل] د شريعت خوښ دي۔

الله پاک بنده فرښته صِفت ليدل خوښوي

په تفسيرِ طِبري کښې دي: د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معمول مبارک وو چې کله به د جَمعې ورکولو د پاره اودريدلو نو فرمائيل به ئې: صفونه سيدها کړئ! اے فلانکيه ته لږ رامخکښې شه! اے فلانکيه! ته لږ وروستو شه! بيا به ئې فرمائيل: بے شکه الله پاک تاسو د فرښتو په شان ليدل خوښوي۔([2])

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې روايت نه هم معلومه شوه: چې د فرښتو مشابهت اختيارول ښه کار دے، الله پاک دا خوښوي چې مونږه انسانان هم هغه شان کار اوکړو، لکه څنګه چې فرښتې کوي۔

عِلم څنګه ميلاؤيږي؟

امام ابو طالِب مکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په قُوتُ القُلُوب کښې ليکي: په مخکښينو آسماني کتابونو کښې په يو کتاب کښې دي چې الله پاک اوفرمائيل: اے بني اسرائيلو! دا مه وائيئ چې عِلم په آسمان کښې دے، دا به څوک راکوزوي او راوړي؟ دا مه وائيئ چې عِلم د زمکې د لاندې دے، دا به څوک راوباسي او راوړي؟ بلکه اَلْعِلْمُ مَجْعُولٌ فِی قُلُوْبِکُمْ يعني د عِلم مقام [ځائے] خو ستاسو زړه دے، تَاَدَّبُوا بَیْنَ یَدَیَّ بِآدَابِ الرُّوْحَانِیِّیْنَ وَ تَخَلَّقُوْا لِیْ بِاَخْلَاقِ الصِدِّیْقِیْنَ اَظْہَرُ الْعِلْمَ فِیْ قُلُوْبِکُمْ تاسو زما په حُضُور کښې د فرښتو په شان آداب خپل کړئ! د صِدِّقينو په شان اَخلاق خپل کړئ! زه به ستاسو په زړونو کښې د عِلم چينې روانې کړم۔ ([3])

 سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * عِلمِ دين د هدايت ذريعه ده * عِلمِ دين د ټولو فضيلتونو اَصل دے * عِلمِ دِين د دُنيا او د آخِرت د خيرونو مجموعه ده او دا عِلمِ دِين ميلاؤيږي څنګه؟ چې مونږه د فرښتو والا آداب خپل کړو، د صِدِّقِينو په شان اَخلاق خپل کړو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! الله پاک به فضل اوکړي او


 

 



[1]...تفسیر بغوی، پارہ:23 ،سورۂ صافات،زیرِ آیت:1،جلد:3 ،صفحہ:653۔

[2]... تفسیر طبری،پارہ:23،سورۂ صافات،زیرِ آیت:166،جلد:10،صفحہ:29681  ملتقطًا۔

[3]...قوت القلوب،الفصل الحادی و الثلاثون،کتاب:العلم و تفضیلہ،جلد:1 ،صفحہ:238۔