Book Name:Farishta Sifat kaise Banein

دوستي کوؤ؟۔ آيا زمونږ په موبائل کښې د چا عاشقِ رسول، عالمِ دين، مفتئ اسلام نمبر شته؟ کيدے شي چې د زياترو جواب په نه کښې راشي۔ فرښتې د علمائے کرامو سره دوستي کوي، مونږ له هم پکار دي چې د علمائے کرامو سره دوستي اوکړو، د عاشقانِ رسول علمائے کرامو سره تعلقات زيات کړو، چې د هغوئي سره دوستي اوکړو نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! دنيا به هم بهتره شي، عِلمِ دين به هم زده کړو، د ګناهونو نه به هم بچ شو او که چرې الله پاک اوغوښتل نو د قيامت په ورځ به هم بيړئ پار شي۔

ہم کو اے عطّار سُنّی عالموں سے پیار ہے        اِنْ شَآءَ اللہ! دوجہاں میں اپنا بیڑا پار ہے

فرښتې په خپل مينځ کښې ورونړه ورونړه دي

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * فرښتې هميشه رښتيا وائي، کله هم دروغ نه وائي * فرښتې په خپل مينځ کښې جګړې نه کوي، حسد، کينه، بغض نه ساتي بلکه ټولې فرښتې په خپل مينځ کښې د ورونړو په شان اوسيږي، آؤ جي! د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان په مينځ کښې ورورولي جوړه کړه او اوئې فرمائيل: وَمُؤَاخٍ بَيْنَكُمْ كَمَا آخَىْ اللهُ بَيْنَ الْمَلائِكَةِ زه ستاسو په مينځ کښې داسې ورورولي جوړووم، لکه څنګه چې فرښتې الله پاک ورونړه ورونړه جوړې کړې دي۔ ([1])

اوس خو دلته سَکَه ورونړه هم په خپل مينځ کښې ورونړه ورونړه نه پاتې کيږي، جنګ، جګړې، بغض، کينه، حسد، د يو بَل نه سوزيدل، د پيسو جنګ، د اَنا جنګ، د جائيداد جګړې، په وړو وړو خبرو باندې مونږ د يو بَل سره جګړې کوؤ، الله پاک دې مونږه د جنګ جګړو نه بچ کړي۔ مونږه مسلمانان يو او مسلمانان په خپل مينځ کښې ورونړه ورونړه دي، الله پاک فرمائي:

اِنَّمَا الۡمُؤۡمِنُوۡنَ  اِخۡوَۃٌ  (پارہ:26، سورۂ حجرات:10)

ترجَمۀ کنزُ العرفان: صرف مسلمانان ورونړه ورونړه دي۔

ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه د فرښتو والا صِفت خپل کړو، د جنګ جګړو نه ځان اوساتو او ورونړه ورونړه شو او د يو بَل سره په مينه او محبت سره اوسيږو۔

کوئی جھاڑ دے تب بھی نرمی بَرَتنا                        کئے جانا صَبْر اَجر اِس میں بڑا ہے([2])


 

 



[1]... معجمِ کبیر،جلد:3 ،صفحہ:330 ،حدیث:5001۔

[2]... وسائلِ بخشش ،صفحہ:455۔